پکتیکا

د پکتيکا اوسېدونکي: پر هر افغان د جمهوري نظام او امنيتي ځواکونو ملاتړ لازم دی

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت ګڼو اوسېدونکو په يوه ولسي غونډه کې د جمهوري نظام او امنيتي ځواکونو ملاتړ د هر افغان اسلامي او ټولنيزه وجيبه وبلله او ويې ويل چې دوی په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دي.

دا ځوانان او مشران په يحياخېلو ولسوالي کې راټول شوي و، چې د پکتیکا ولايت مرستيال والي، امنيه قومندان، ولايتي شورا او ځينو نورو چارواکو هم پکې ګډون کړی و.

دوی د جمهوريت په ننګه غږ پورته کړ او له نړيوالې ټولنې يې هم وغوښتل چې د افغانانو د اکثريت غوښتنې ته په پام د جمهوريت او شته ارزښتونو په ساتنه او د موقت حکومت د ناوړه څپې په مخنيوي کې خپل مسوليت تر سره کړي.

قومي مشر عبدالله خان د وسله والو طالبانو روان جنګ کورنۍ او ناروا جګړه وبلله، چې په خبره يې يوازې افغانانو ته پکې ځاني او مالي زيانونه اوړي.

خان وسله وال طالبان د ګاونډي هېواد د استخباراتي ګټو ملېشه ياده کړه او ويې ويل ټولو ته څرګنده شوې چې وسله وال طالبان په هېڅ ډول خپلواک ندي او هره لويه او وړه مسله ورته له بلې خوا ويل کيږي.

نوموړي زياته کړه: «طالبانو چې کومې خبرې په شوروي کې وکړې، دا ډېره د شرم خبره ده. دوی د افغانانو د پخواني دښمن له مرکز څخه د تورمخي په اشاره د افغانانو د وژنې پيغام ورکوي.»

يو بل قومي مخور حاجي بهادرشاه وويل چې افغانانو د شته ارزښتونو، نسبي امن او ثبات او افغانستان بېرته د ټولو افغانانو کور کېدو لپاره زياتې قربانۍ ورکړې او هېڅوک دې د دې ولسي قربانيو پر وړاندې د درېدو هڅه نه کوي.

شاه د وسله والو طالبانو لخوا د اوربند په اړه د خپلو ژمنو ماتول او په قطر کې د مذاکراتو د دوام پر ځای په نورو هېوادونو ته سفرونه او له هغه ځايه ناوړه څرګندونې کول، د تاريخي شرم خبره وبلله.

هغه وايي: «د خپل دولت تر څنګ ولاړ و او ولاړ به يو. د افغانانو مذاکراتي ډله او زموږ تورسرې هلته په قطر کې د خبرو لپاره ورته انتظار کوي، خو دوی چکرونه وهي او له پنجاب، شورويانو او نورو څخه د دې لپاره مشورې اخلي، چې افغانان نور څنګه وځپي.»

د ځوانانو په استازیتوب انور ضمير وويل چې وسله والو طالبانو يوازې د افغانانو مادي او معنوي ځپلو ته کار ويلی او په مقدسو نومونو تاريخي مردودې جګړې ته دوام ورکوي.

ضمير وايي چې که وسله وال طالبان په رښتيني ډول ځان د دې هېواد او خلکو بولي، بايد د نورو د ګټو د لپاره د افغانستان له نور ورانولو او تباهي څخه ژر تر ژره لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه: «موږ مسلمانان يو، خو طالبه ته موږ ټول وژنې. آيا زموږ مقدساتو ته تا ډېر تاوان رسولی، که امريکايانو؟ په جوماتونو کې دې بمونه کېښودل، زموږ ارزښتونه او معنويات دې راخراب کړل. دوه ميليونه کونډې لا شته او ته د روس لمن ته ورځې. ستا پر انسانيت او مبارزه دې لعنت وي.»

د پکتيکا مرستيال والي محمدابرهيم کټوازي وويل چې وسله وال طالبان بايد د واقعيتونو په درک کولو او د خلکو غوښتنو ته په درناوي، نور د افغانانو پر وړاندې له جګړې لاس واخلي.

کټوازی وايي چې په سوله کې د ټولو خير او عزت دی او په جګړه کې له نفرت او تباهي پرته بل څخه نشته.

هغه وويل: «دښمن دلته په اخره اندازه وحشت وکړ، خو د دې زړورو ځوانانو په مټ يې سختې ماتې وخوړې. دولت د سولې لپاره پوره هڅې کوي او بايد چې طالبان هم په دې برخه کې خپل مسوليت تر سره کړي او هغه مشران يې، چې افغانيت پکې شته او سوله غواړي، بايد اقدام وکړي.»

د پکتيکا امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران له امنيتي ځواکونو د يحیاخېلو لويې ولسوالي د اوسېدونکو د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل چې تل به له دوی سره له نږدې همکار پاتې شي.

کامران وويل چې د وسله والو طالبانو جګړې افغاني اړخ او اسلامي رنګ بايللی، چې په خبره يې ګاونډي استخباراتو د خپلو ګټو لپاره ورکړی و او اوسمهال آن ماشومان هم د دې جګړې پر اصليت پوه شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «ما خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی او بيا هم ورته وايم چې څوک چې زموږ پر ناموس او خاوره تېری کوي، په کورونو مو راخيژي او د درې رنګه بيرغ ټيټولو کوشش وکړي، پسې ورشئ او ويې وژنئ. موږ ته د زموږ د برحقه دفاع او عبادت جګړې مشروعيت د افغانستان او ټولې نړۍ علماوو راکړی دی.»

وسله والو طالبانو څو کاله وړاندې د پکتيکا ولایت په يحياخېلو ولسوالي کې د واليبال لوبې پر مهال په يو ځانمرګي بريد کې د دې ولسوالي شاوخوا ۵۰ تنه وژلي او له سلو ډېر نور يې ټپيان کړي و.

تر هغه وروسته خلکو بيا هم د خپلې سيمې ساتلو ته دوام ورکړ او د خپلو ځوانانو په مټ يې خپله سيمه تر ډېره امن ساتلې ده.