کرونا واکسین

افغانستان د کرونا واکسین لومړۍ جوپه ترلاسه کړه

اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا واکسین لومړۍ جوپه یې ترلاسه کړې ده.

د کرونا واکسین دغه بسته ۵۰۰ زره دوزه ده چې د هند له خوا افغانستان سره مرسته شوې ده. ټاکل شوې چې په دې شمېر واکسین سره ۲۵۰ زره تنه افغانان واکسین شي.

د روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه جوپه نن (یکشنبه، ۱۹ د سلواغې) کابل ته راورسېده او د هند سفارت شارژدافیر راګورام له خوا دغه وزارت ته ورکړل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح ویلي، ټاکل شوې چې لومړي پړاو کې د روغتیا کارکوونکي چې کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې دي، واکسین ترلاسه کړي.

د مجروح په وینا، د افغانستان عامې روغتیا وزارت د سیمې په کچه لومړی وزارت دی چې د کرونا واکسین لپاره یې ډېره غوښتنه کړې او د دې واکسین پلي کولو لپاره یې غوره طرحه وړاندې کړې ده.

مجروح دغه راز ویلي چې افغانستان د دې واکسین ساتنې لپاره د سیمې په کچه غوره ځنځیري سیسټم لري. د ده په وینا روغتیا وزارت د کابل په سړو خونو کې د پنځه میلیونه واکسینو ساتنې وړتیا لري.

ولسمشر اشرف غني له هند او له خلکو یې افغانستان سره پر وخت د واکسین له مرستې مننه کړې ده. په ورته مهال د هند سفارت شارژادافیر راګورام ویلي چې د واکسین دا جوپه د هند وګړو له خوا د افغانستان خلکو ته ډالۍ شوې او دا مرستې به راتلونکې کې هم دوام ولري.

افغانستان داسې مهال د کرونا واکسین ترلاسه کوي چې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له ۵۵ زرو ډېر کسان په دغې ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي. له دې ډلې له ۴۸ زرو ډېرو کسانو روغتیا موندلې او له دوه زره او ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.