شاتوت بند

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د «شاتوت» بند جوړولو تړون لاسلیکیږي

اطلاعات روز: د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هندوستان هېواد ترمنځ د کابل ولایت په للندر سیمه کې د «شاتوت» بند جوړولو تړون لاسلیکېږي.

یادې ادارې دغه خبر نن له خپلې فیسبوکپانې خپور کړی او ویلي یې دي، چې دا بند به شاوخوا څلور زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي او د کابل دوه میلیونه وګړو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.

دغې ادارې په خپل خپور کړي خبر کې لیکلي: «دا بند به ۹۲ متره لوړ وي او ۶۰ متره پلن والی به ولري، چې په شپږو کلونو کې به يې د رغونې چارې بشپړې شي.»

له دې وړاندې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د چارو بشپړېدل او په کې د اوبو راټولېدو خبر د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون هېوادوال خوښ کړي و.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د هېواد پر بهېدونکو سیندونو به نور بندونه هم جوړوي، څو د هېواد اوبه مهار او ترې د برښنا او کرنې برخو کې ګټه واخلي.