لوګر هوایي ډګر

لوګر کې د نړيوال هوايي ډګر جوړېدو سروې پيل شوه

اطلاعات روز: د پلازمېنې په ګاونډ لوګر ولايت کې د نړيوال هوايي ډګر ټوپوګرافي سروې پيل شوه، چې د مسولينو په خبره پر ۲۰ زره جريبه ځمکه به جوړ شي.

دا هوايي ډګر د کابل مرستيال هوايي ډګر ياديږي او د زياتو اسانتياوو او لوړو معيارونو درلودونکی به وي.

د کابل هوايي ډګر د کوچنيوالي او ګڼې ګوڼې له امله ولسمشر محمداشرف غني شاوخوا څلور کاله وړاندې په لوګر ولايت کې د يو لوی نړيوال هوايي ډګر جوړولو ژمنه کړې وه.

د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي د دې هوايي ډګر د سروې چارو د پيل پر مهال وويل چې د الوتکو دا نړيوال ميدان د محمداغې ولسوالي په دولت کلا سيمه کې جوړيږي.

رحيمي وايي چې د دې نړيوال هوايي ډګر د چارو لپاره سږکال شاوخوا ۲۰۰ ميليونه افغانۍ په نظر کې نيول شوې دي.

نوموړي وويل: «نن واقعا ډېره د خوشالي ورځ ده چې موږ د يو لوی کار شروع کوو، لوګر به په راتلونکي کې د هېواد په کچه لوی او معياري هوايي ميدان ولري، چې له دې سره به د ګڼو پرمختګونو او فرصتونو لرونکي شو.»

مسولينو ونه ويل چې ياده سروې به په څومره وخت کې بشپړه شي، خو په خبره يې د سروې له پيل سره سم به يې نورې چارې پيل شي.

د لوګر والي وايي چې ولايتي اداره د لويو پروژو پلې کولو لپاره پوره چمتووالی لري او له اړوندو مسولينو يې وغوښتل چې د سروې چارې په پوره دقت او ښه ډول تر سره کړي.

عبدالقيوم رحيمي زياته کړه څوک چي د ملي پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

رحيمي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې نه يوازې د پرمختيايي پروژو خنډ دې نه ګرځي، بلکې د خلکو او هېواد لپاره په کېدونکو چارو کې دې همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه: «موږ په لوګر کې په بېلابېلو برخو کې د کار او پیشرفت ښه فرصتونه لرو، خو يوازينۍ ستونزه چې د دې چارو مخه ډب کوي، وسله وال طالبان او د هغوی لخوا ناامني ده. زه يو وار بيا له وسله والو طالبانو غواړم چې د دې چارو په مخ کې خنډ نشي، چې يو اقتصادي لوګر ولرو او ټول په ارامي پکې ژوند وکړي.»

خلک په لوګر کې د دې لويې پروژې پر پلې کېدو خوښ دي او وايي چې له دې سره به لوګر بېساری پرمختګ وکړي.

د لوګر د ځوانانو ټولنې غړی جلال افغان وايي چې په لوګر ولايت کې د نړيوال هوايي ډګر جوړېدل لويه اقتصادي پروژه ده، چې نه يوازې لوګر، بلکې د پلازمېنې او شاوخوا ولايتونو پر ورڅېرمه سيمو به هم مثبت اغېز ولري.

افغان وويل: «له دې سره به خلکو ته زيات کاري فرصتونه برابر شي، په وارداتو او صادراتو کې به زياتوالی راشي، له نورو هوايي ډګرونو سره به مستقيم ارتباط ولرو، تجارت به وغوړيږي، د خلکو په فکر، کلتور او ژوند به ډېر مثبت تاثيرات ولري. دا حياتي پروژه ده او بايد په پوره پام تر سره شي.»

د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمدنور زهير وايي چې هوايي ډګرونه د يوې سيمې د اقتصادي پرمختګ او اقتصادي زون لپاره اساسي اړتيا ده، چې دوامداره مثبتې اغېزې لري.

محمداغه د کابل له موسهي ولسوالي سره پر پوله پرته او کابل ته نږدې کرنيزه ولسوالي ده، چې له هوايي ډګر څخه يې پلازمېنې ته خلک او بېلابېل توکي هم په اسانۍ لېږدېدی شي.