چپرهار ولسوالۍ

ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې د هدفي وژنو ۵ کسیزه ډله نیولې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو پنځه کسیزه ډله نیولی ده.

 د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲۲ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د ملی امنیت اړوند «۰۲قطعې» د چپرهار ولسوالۍ په «سرې قلعه» سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د داعش ډلې د هدفي وژنو یاده ډله نیولې ده.

خوږیاڼی وایي، نیول شويو کسانو په جلال اباد ښار کې دولتي کارکوونکي په نښه کول او بیا به یې ډېر په بې رحمۍ سره وژل.

خوږیاڼی زیاتوي: «تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو پنځه کسیزه ډله نیولې چې دولتي مامورین په نښه کوي. په یادو عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او عام ولس ته کوم زیان نه دی اووښتی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.