ننګرهار چاودنه

ننګرهار کې هوایي ډګر ته څېرمه له چاودنې وروسته نښته شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت هوایي ډګر ته څېرمه د ۰۲ قطعې په یو رینجر موټر چاودنه شوې او ورسره سم ډزې هم پیل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن (پنجشبه، ۲۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، مازیګر څلور بجې ختیځ کې د ځانګړو ځواکونو (۰۲قطعې) پر کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د دې قطعې یوه رېنجر موټر اور اخیستی او دغه راز  یو شمېر کسان هم ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «چاودنه د صفر دوه قطعې په رینجر موټر شوې چې له امله یې ځینې کسان ټپیان شوي هم دي.»

د سیمې خلک بیا وایي چې پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی. تراوسه د یادې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.