لغمان ښاري شبکه طالبان

لغمان کې د طالبانو ښاري شبکې غړي نیول شوي

اطلاعات روز: د لغمان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې د اوو غړو د نیول کیدو خبر ورکوي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل نن (سه شنبه، ۲۸ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې ۷ غړي له دوو موټرسایکل بمونو او نورو چاودېدونکو توکو سره یوځای نیولي دي.

ښاغلي یارمل وایي چې نیول شویو کسانو په مهترلام ښار کې د موټرسایکل بم، دولتي مسوولینو او مخورو ته چسپکې ماینونوایښودلو، ترور او ګڼو نورو تخریبي او ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.

 د والي د مالوماتو له مخې له نیول شویو وسله والو طالبانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسایکل بمونه، یو کړۍ چسپکې ماین، یوه کلاشینکوف، یو میل تفانچه، د ماینونو جوړولو وسایل او ګڼ نورو توکي ترلاسه شوي.

یارمل زیاته کړه: «ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې ۷ غړي په داسې مهال ونیول چې ورسره یو شمیر چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي او نیول شویو کسانو په دې ولایت کې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.