زده کړیالان

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري زده کړې د کب په ۱۵مه پیلیږي

اطلاعات روز: لوړو زده کړو وزارت وایي، په ګرمو او سړو سیمو کې د پوهنتونونو او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو حضوري زده کړې د روان کال د کب په ۱۵مه پیلیږي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (دوشنبه، ۴ د کب) خپره شوې، راغلي چې ټول پوهنتونونه او دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسې اړې دي چې درسونه په څلورو اونیو کې پلي کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د پوهنتونونو د مني یا خزاني سمسټر اول چانس ازموینه د ۱۴۰۰ل کال د وري میاشتې په ۱۵مه پیل او د غویي میاشتې په اوومه دې پای ته ورسوي. د دوم چانس ازموینې دې د غویي له لسمې د همدې میاشتې تر ۱۹مې واخیستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د پوهنتونونو او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د پسرلي سمسټر درسونه د غویي میاشتې په ۲۰مه پیل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې د روان کال د لړم په ۲۶مه پرېکړه کړې وه چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه ساړه څپرکي کې د کرونا ویروس د دویمې څپې خپرېدو مخنیوي په خاطر، د لیندۍ له اتمې د کب تر ۱۵مې رخصت شي.