د نظامیانو کورنۍ

د نظامي بندیانو کورنۍ: ولسمشر دې د خپلې ژمنې له مخې زموږ بندیان راخوشې کړي

اطلاعات روز: د حکومت په زندانانو کې د نظامي بندیانو کورنۍ له حکومت د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

ننګرهار کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د نظامي بندیانو کورنۍ لسګونه غړو نن (پنج شنبه، ۷ د کب) د یوې اعتراضیه راټولیدنې پر مهال د حکومت په زندانانو کې د افغان سرتېرو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د دغه اعتراض کوونکو له ډلې خان فراز شیرزاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ګڼ شمیر افغان سرتیري د ځینو جرمونو د ترسره کیدو پر اساس له کلونو راهیسې د حکومت په زندانونو کې د بند شپې او ورځې تیروي.

هغه پر حکومت غږ وکړ چې د طالب بندیانو په څیر دې د افغان پوځ سرتیري هم له بنده خوشې کړي. شیزاد زیاته کړه: «مونږ له حکومت او په خاص ډول له ولسمشر غواړو چې خپله ژمنه دې عملي کړي او هغه سرتیري چې اوسمهال د ځینو جرمونو پر اساس بندیان دي له بنده خوشې کړي.»

ننګرهار کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د نظامي بندیانو کورنۍ لسګونه غړو د خپلو بندیانو خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د نظامي بندیانو کورنۍ یو بل غړی حاجي امیر جان کوټوال د جمهور رییس د هغې ژمنې پر عملي کیدو ټینګار کوي چې د لوې جرګې پرمهال یې د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کیدو په وخت له یادې جرګې سره کړې وه، چې له مخې به یې له طالب بندیانو سره سم هغه نظامیان هم خوشې کیږي چې په لویو جرمونو کې ښکیل نه دي.

کوټوال زیاتوي: «له ټول ولس سره جمهور رییس غني د لویې جرګې پر وخت وعده وکړه چې د وسله والو طالبان د بندیانو سره به هغه سرتیري هم له بنده خوشې کړي چې جرمونه یې لوی نه وي.»

د یادو کورنیو غړي اندیښنه لري که حکومت د نظاميانو په خوشې کیدو کې لاس په کار نه شي، نه یوازې دا چې پر حکومت به د خلکو باور راکم شي، بلکې د نورو سرتیرو پر مورال به هم منفي اغېز ولري.

دوی وایي، ولسمشر د دې بندیانو خوشې کولو ژمنه کړې وه، نو په همدې خاطر دې ولسمشر یاده ژمنه عملي کړي.

شپیته کلن حاجي حسن خان هیله من دي چې د زنداني سرتیرو په خوشې کیدو سره به د افغان پوځ لیکې پیاوړې شي. هغه زیاته کړه: «که حکومت نظامیان له بنده ازاد نه کړي نو دا به د هغه سرتیرو پر هوډ هم منفي اغیز ولري، چې اوسمهال په دندو بوخت دي او که چیرې خوشې شي نو د پوځ لیکې به لا پیاوړې شي.»

د زنداني شویو سرتیرو کورنۍ داسې مهال د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کیدو غوښتنه کوي، چې د لویې جرګې پر مهال جمهور رییس اشرف غني ژمنه کړې وه چې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کیدو سره به د حکومت په زندانونو کې هغه سرتیرې هم له بنده ازاد کړي چې جرمونه یې درانه نه وي.