داعشي

ننګرهار کې یو داعشي له چاودېدونکو توکو سره نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې یو غړی له د چاودیدونکو توکو د لېږد پرمهال نیولی دی.

د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو نن (شنبه، ۹ د کب) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې د داعش ډلې يو غړی په یوه ریکشا کې د چاودیدونکو توکو د لیږد پرمهال نيولی دی.

امرخېل زياتوي: «یاد تن غوښتل د ريکشا په وسيله څلور کړۍ ماينونه د ښار بېلابېلو سيمو ته وليږدوي او د کب نهمې امنيتي ځواکونو د ورځې د نمانځغونډې پر مهال ورته په ښار کې چاودنې ورکړي.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.