زلمي خلیلزاد او عبدالله عبدالله پر سولې خبرو لپاره سره ولیدل

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه ولیدل.

د ملي پخلاینې عالي شورا له فیسبوکه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه نن سهار (دوشنبه، د کب ۱۱مه) په سپېدار ماڼۍ کې د یادې شورا د مشرتابه له یو شمېر غړو او د امریکا له ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ترمنځ وشوه.

خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې د امریکا د نوي حکومت له خوا د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو او نورو برخو خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي: « په دې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وکړه.»

افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیلزاد دا سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې سولې تړون د یو کال پوره کېدو په درشل کې کیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې پرون (۱۰ د کب) خپره شوې، راغلي چې ښاغلی خلیلزاد او ورسره پلاوی به کابل، دوحې او د سیمې ځینې نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر وکړي.

دا سیمې ته د جو بایډن تر مشرۍ لاندې د امریکا نوي حکومت لومړی سفر دی.