افغانستان کرکټ

د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو لومړۍ ټېسټ لوبه؛ پچه افغان لوبډلې ګټلې

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د زېمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

دغه لوبه نن (سه شنبه، ۱۲ د کب) همدا اوس د عربي متحده اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شوې. دا له زېمبابوې سره د افغانستان د ټېسټ لوبلړۍ لومړۍ لوبه ده. کرکټ بورډ وایي، په دې لوبه کې د لومړي ځل لپاره منیر احمد کاکړ، عبدالواسع نوري او عبدالمالک لوبیږي.

دغه راز په نن لوبه کې اصغر افغان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شاهیدي، افسر ځاځی، ظاهرخان، یامین احمدزی او امیر حمزه شته دي.

افغانستان له زیمبابوې سره له دې ټېسټ لوبو پرته شل اوریزې لوبې هم لري.