خلیلزاد

د طالبانو او افغان مرکچي پلاوو سره د خلیلزاد لیدنو کې د خبرو پر چټکتیا او تاوتریخوالي په له منځه وړلو خبرې شوي

اطلاعات روز: قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا  عبدالغني برادر او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه لیدنه پرون (جمعه، ۱۵ د کب) ماښام شوې او په کې دواړو لورو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتیا ښودلې. د ده په وینا، په دې لیدنه کې د امریکایي پلاوي سره جنرال سکاټ مېلر هم مل و.

د ښاغلي نعیم په وینا، «په ناسته کې دواړو لوريو د دوحې توافقنامې ته خپله ژمنتيا وښوده. او د پوره عملي کيدو په اړه يې خبرې وشوې. همدا ډول د افغانستان په روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحثونه تر سره شول.»

بل لور ته بیا د افغانستان مرکچي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوی سره لیدلي دي.

د اغلې زرمتۍ په وینا، په دې لیدنه کې د سولې خبرو په ملاتړ او چټکتیا خبرې وشوې. دا دغه راز وایي، په دې لیدنه کې سوله کې د ملګرو ملتونو په رول، د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا او هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ په له منځه وړلو خبرې وشوې.

زلمي خلیلزاد د روانې کب میاشتې په لسمه افغانستان او سیمې ته دغه سفر پیل کړی دی. دا د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت په راتګ سره د خلیلزاد لومړی سفر دی. هغه لومړی کابل ته راغی او له درې ورځو پاتېدا وروسته دوحې ته وخوځېد.