عبدالرووف

احمدضیا سراج: د تښتول شوي ماشوم عبدالروف موندلو ته نږدې شوي یو

اطلاعات روز: د هېواد ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي، د عبدالروف په نوم د یو تښتول شوي ماشوم ځینې تښتوونکي نیول شوي او نږدې ده چې یاد ماشوم ومومي.

د ملي امنیت مشر نن (شنبه، ۲۳ د کب) د جګپوړو امنیتي چارواکو خبري ناستې ته خبرو کې وویل، د یاد ماشوم د تښتوونکې شبکې ۵۵ تنه چې په وینا یې ټول داعش دي، نیولي دي.

ښاغلي سراج زیاته کړه چې د دې شبکې مشر «ارش» نومی هم د نیوونکو په ډله کې دی او په وینا یې چې همدې کسانو پر کابل پوهنتون برید کې هم لاس درلوده.

نوموړي زیاته کړه چې د تښتوونکو دغه ډله چې بهرني وګړي لکه د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو په کې ګډ دي، په ټول افغانستان کې تښتوونو سره د نورو ورانکاره فعالیتونو لپاره خپله ډله تمویلوي.

احمدضیا سراج وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې بلخ ولایت کې ۱۳ هدفي وژنو کې یې لاس لاره. د ده په وینا، د دې کسانو په نیولو سره یې د دوی له خوا د ۷ پلان شویو بریدونو مخه نیولی ده.

د نوموړي په وینا: «دوی پلان درلوده چې د وکیل صیب عباس امیرزاده له خوا د جوړ شویو ډله ییز واده پر مراسمو ځانمرګی برید وکړي. دغه راز مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر هوایي ډګر یې د توغندیزو بریدونو پلان درلوده. د دوو بهرنیو اتباعو اختطاف پلان یې هم نیولی و. دوی اختطاف کوي او نور فعالیتونه پرې تمویولي.»

ښاغلي سراج زیاته کړه چې د دې ډلې پاتې کسانو پسې هم لټه روانه ده او په وینا یې چې و به یې نیسي.

۹ کلن عبدالروف څه موده وړاندې بلخ ولایت کې د تښتوونکو له خوا اختطاف شوی، چې لا هم د تښتوونکو په ولکه کې دی. د نوموړي پلار حاجي محمدنبي له رسنیو سره خبرو کې ویلي و چې تښتوونکو ورته زنګ کړی او ترې ۱۷ لکه ډالر ترې غواړي.

د ملي امنیت عمومي رییس دغه راز زیاته کړه چې یوازه یوه اونۍ کې یې کابل کې د جرمي شبکو ۷۷ تنه غړي نیولي دي. د ده په وینا، نیول شویو کسانو په ۱۵ موخیزو وژنو او د چسپکي ماینونو ایښودنه کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

ښاغلي سراج زیاته کړه، د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو هدف کوونکو د ریښې پیداکولو او له منځه وړلو پسې دي.