بې اسناده موټر

کورنیو چارو وزارت: بې اسناده موټر درول او ضبطیږي

اطلاعات روز: د هېواد کورنیو چارو وزارت وایي، د بې اسناده موټرو د ثبت نوي کېدو لړۍ وړاندې پای ته رسېدلې او دا ډول موټرونه به له دې وروسته ودرول او ضبطیږي.

د دې وزارت په اعلامیه کې چې نن (شنبه، ۲۳ د کب) خپره شوې، راغلي چې له دې وروسته بې اسناده موټرو پسې جدي څارنه کیږي.

د اعلامیې پر بنسټ، د نوي کال درشل کې کابل ښار د بېلابېلو ولایتونو د وګړو کوربه وي چې له دې لارې مزارشریف ښار ته د تفرېح لپاره ځي.

 کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، هغه وګړي چې وغواړي د دا ډول اسنادو سره کابل ته دننه شي، موټر به یې د پولیسو له خوا ودرول شي او خپله به هم تر څارنې لاندې وي.

د دې وزارت په وینا، وروستیو کې لیدل شوي چې «ترهګر او تښتوونکي» له دا ډول موټرو په ګټنې جنایت کوي.

کورنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د خلکو امنیت او هوساینه ورته بنسټیز لومړیتوب دی او له خلکو یې هم غوښتي چې د قانون پلي کېدو او د امنیت ټنیګښت لپاره پولیسو سره مرسته وکړي.

د بې اسنادو موټرو رسمي ثبت او د نمبر پلېټونو صادرول د روان کال لړم میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر په حکم پیل شول. له هغې تراوسه له ۳۵ زرو ډېر بې اسناده موټر ثبت او له دوه میلیاردو ډېرې افغانۍ د دولت خزانې ته ټولې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وروسته له هغې چې د کابل امنیت مشرۍ مسوولیت واخیسته، خبرداری یې ورکړی و، که بې اسناده موټر ثبت نه شي، دا موټر به ضبط او د پولیسو ګزمې ګټنې لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.