اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي چارواکي د شیرزادو ولسوالۍ په یو جومات کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پر ځای شویو ۹ کړۍ ماینونو د کشف خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۵ د کب) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د افغان ځواکونو له لوري د شیرزادو ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پرمهال د یادې ولسوالۍ د امانخیلو د «ډاګي» کلي په یو جومات کې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۹ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
هغه وایې، چې د یادو عملیاتو پرمهال یې د شیرزادو په «پیټلو» سیمه کې یو وسله وال طالب وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په پيل شویو عملیاتو کې افغان ځواکونه توانیدلي چې په یو جومات ۹ کړۍ ماینونه چې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو له منځه یوسي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.