جلال اباد ښار کې د ملي امنیت پر کارکوونکو ماین چاودنه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د کارکوونکو پر موټر ماین چاودنې یو کارکوونکی ټپي کړی دی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن (پنجشنبه، ۲۸ د کب) سهار شاوخوا اته بجې او دیرش دقیقې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند افغان ترک لېسې ته څیرمه ځای پر ځای شوي ماین د ملي امنیت په رینجر موټر شوې، چې له امله یې د ملي امنیت یو سرتیری ټپي شوی دی.

فرید خان زیاته کړه: «چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د جلال اباد ښار اړوند افغان ترک لیسې سره د ملي امنیت د کارمندانو په موټر شوې چې له امله یې یو تن سرباز ټپي شوی دی.»

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.