حکمتیار

ګلبدین حکمتیار: سر له سبا وسله وال لاریون کوو

اطلاعات روز: د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي، حکومت یې لا هم غوښتنې نه دي منلي او دا ځل سر له سبا د خپلو غوښتنو لپاره وسله والې غونډې او لاریونونه کوي.

د اسلامي حزب مشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۲ د وري) کابل کې یوې خبری ناستې ته وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه غونډې به یې په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي، وکړي.

د ښاغلي حکمتیار په وینا د وسله والو دغه غونډې یې د خلکو وېرولو او ځواک ښودنې په مانا نه دي. ده وویل: «د وسله والو مجاهدینو غونډه، چې هم افغان ولس او هم نړیوالو ته دا وښایو چې دا ځواکونه دې ته چمتو ول چې امنیتي ځواکونو کې مدغم شي، که څه هم وسلې او سیمې لري چې وجنګیږي، خو سوله یې وکړه. دولت له حزب سره دا ژمنه هم درلوده چې ټول مجاهدین به یې مدغم کیږي موږ یې نوملړ هم ورکړ. موږ یوازې د کابل شاوخوا ۳۰ زره تنو نومونه ورکړ، خو د خیانت او تخلف لار یې غوره کړه.»

ګلبدین حکمتیار زیاته کړه، چې حکومت له دوی سره د سولې شوې هوکړه نقض کړې او په بندخونو کې د شاوخوا ۳ زره بندیانو نه خوشې کېدو او دا چې ډېری جنګیالي یې ورته د پوځ لیکو کې نه دي ورګډ کړي، ګڼې نورې سرغړونې هم لري.

ده وویل، له دوی سره د شویو ژمنو نه پوره کېدو له امله یې دا لاریونونه او غونډې څو ورځې وړاندې کولې خو په وینا یې چې د مسکو ناستې له امله وځنډېدې.

نوموړي زیاته کړه چې له جنګ سولې ته تګ سخته خو له سولې جنګ ته تګ اسانه دی، خو په وینا یې چې د حکومت د ژمنو د دې ټولو ماتېدو سره، سره په تېرو څلورنیمو کلونو کې یې جنګیالي تړون ته ژمن پاتې شول او وسله یې نه ده پورته نه کړه.

نوموړي همدارنګه وویل، که مسکو کې د سولې په اړه په کومې موافقې توافق شوی و د دې لاریون اړتیا نه پیښېده.

د مسکو ناسته

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دغه راز د مسکو شوې ناستې په اړه وویل، په دغې ناسته کې اړخونو کولی شوی چې یوې هوکړې ورسیږي، خو په وینا یې چې «له بده مرغه» داسې و نه شول.

حکمتیار وویل، ددې ناستې مهمه لاسته رواړنه دا وه چې د طالبانو او حزب اسلامي د مشرانو په کچه ناسته ترسره شوه او زیاته یې کړه، دا هیله پیدا شوې چې طالبان او دوی به د ترکیې ناسته کې یو دریځ ولري او ټول لوري به یوې هوکړې ته ورسیږي.

د ده په وینا په افغانستان کې د جنګ عواملو برخه کې چې د بهرنیو ځواکونو او د اوسني حکومت شتون دی، د طالبانو او اسلامي حزب دریځ یو دی او دواړه غواړي چې د جګړې دغه عوامل لېرې شي.

ښاغلي حکمتیار په مې میاشت کې د امریکایانو او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو او نه وتلو وروستي دریځ په اړه د یو خبریال پوښتنې په ځواب کې وویل، ګرانه ده چې د امریکا شتون غځېدل به طالبان ومني.

هغه وویل: «د امریکا دریځ ژر ژر بدلیږي، کله وایي تر مې میاشتې وځم کله وایي ګران دي، داسې هم اورو چې پوځونه وځي خو یو شمېر به د ترهګرو لپاره پاتې کیږي. ما ته ګرانه ښکاري چې طالبان به یې ورسره ومني، طالبان به له سختو ستونزو سره مخ کړي. امریکا باید تړون نقض نه کړي، دا معاهده د امریکا د نظام ده، نه د څو کسانو باید عملي یې کړي.»

د ترکیې ناسته

د امریکا په غوښتنه د افغان سولې په اړه د ترکیې جوړېدونکې ناسته چې ټاکل شوې د روانې زیږدیزې اپریل میاشت کې ترسره شي، په اړه یې ګلبدین حکمتیار وایي، چې په دې ناسته کې به بلل شوي ټول هېوادونه د افغانستان کړکېچ په اړه خپل دریځ نوی او ګډ کړي.

هغه وویل: «د ترکیې ناسته کې د هند او ایران د ګډون امکان هم شته او دا ناسته د دوحې متممه ناسته ده. په دې ناسته کې د امریکا، چین، روسیې پاکستان، ترکیې او قطر ترڅنګ هند او ایران او ټول به د افغانستان کړکېچ په اړه خپل دریځ نوی کړي او ګډ دریځ به ولري.»

د ښاغلي حکمتیار په وینا په دې ناسته کې باید حکومت یوه واحده طرحه او پلاوی ولري، چې په وینا یې تراوسه یې حکومت نه لري. ده وویل، د څو پلاوو تګ د منلو او منطقي نه دی. نوموړي زیاته کړه چې دوی هم یوه طرحه برابره کړې او په هڅه کې دی چې د حکومت او نورو سیاسي جریانونو سره یې شریکه او د ترکیې ناستې لپاره یوه واحده او ټولمنلې طرحه برابره کړي.

ده وویل، په دې ناسته کې باید د بهرنیانو په وتلو او د اوسني حکومت په بدلېدو چې د جګړې اوسني لاملونه دي، خبرې ورټولې وي. ده زیاته کړه، چې په دې دواړو لاملونو نږدې ټول دنني او بهرني اړخونه سلا شوي دي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې ارګ او نور ټول سیاسي اړخونو هوکړه کړې چې واک باید د «انتقالي دورې» له لارې نوي حکومت ته  ولېږدول شي. ده وویل: «ارګ په څرګنده ټکو دا نه دي ویلي، خو مالومه ده چې له توافق پرته هېڅ بله لار نه لري.»

ده زیاته کړه چې د ترکیې له ناستې باید ډک لاس بېرته راشو او دا باید د دوحې «ناکامې» ناستې په شان نه وي.

ګلبدین حکمتیار د حکومت له خوا د شپږو راتلونکو میاشتو د ژر ټاکنو په اړه، چې د حکومت اوسني مشران به په کې ګډون نه کوي، وویل دا په دې مانا ده چې ارګ تر فشار لاندې راغلی او په دې پوه شوی چې باید خپل ځای بل حکومت ته چې ټولو ته د منلو وي، ورکړي.

ښاغلي حکمتیار وویل، اسلامي حزب هم په دې برخه کې د ټاکنو، پر ښکېلو خواوو د واک وېش، او د اهلو وګړو ګډونوالي پر بنسټ ولاړه یوه طرحه برابره کړې ده.

ده زیاته کړه: «د دې طرحې مهمه غوښتنه دا ده چې جنګ پای ته ورسیږي. د جنګ دوه اصلي لاملونه دي، د بهرنیانو شتون او د دوی په لاس ناست حکومت. امریکا ویلي چې د مې میاشت کې خپل ځواکونه وباسي نو په دې ډول د جنګ یو لامل ختمیږي، دویم د واک لېږد د ټولو ته منلو یو حکومت لپاره دی، چې دا باید خپله افغانان حل کړي.»

حکمتیار وویل، د دې طرحې له مخې باید اوربند ټینګ شي او نوي حکومت ته د واک لېږد د انتقالي حکومت له لارې ولېږدول شي. د دې انتقالي حکومت ترڅنګ د دولت شورا باید د پرېکړې لوړې مرجع په توګه چې په کې د تېرو څلورو لسیزو اغېز لرونکي رهبران وي، رامنځته شي او په همدې انتقالي دوره کې باید ټاکنې وشي او نوي حکومت ته واک ولېږدول شي.