ډنډپټان

پاکستان ته تلونکي افغانان له زرګونه پیسو ورکړې پرته نه شي اووښتی

خبريال: حبيب الله سراب

ګاونډي پاکستان ته د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالي له لارې هره ورځ زرګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې وي، یاد هیواد ته تګ راتګ کوي، تلونکي کسان مجبورې ورځې اخيستي، ځکه د پاکستاني پوځيانو له ناسم چلند ورهاخوا دوی ته خپل افغانان هم بلا شوي او په بېلابېلو نومونو ترې پيسې شکوي.

هاغاړې ته تلونکي افغانان چې زیات شمېر یې ناروغان، سودا ګر او یا هم هغه څوک دي چې خپلوان او د کورنۍ غړي یې په خیبر پښتونخوا او یا پاکستان کې ژوند کوي.

د دوی په وینا نه یوازې د اوښتلو پر مهال له سختو ستونزو او ځیني وخت له ناسم چلند سره مخ کېږي، بلکې مجبور دي چې کمېشنکارانو ته له ۱۲ یا ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې هم ورکړي.

افضل له هغو افغان مسافرو دی، چې غوښتل یې پاکستان ته د کرمې ایجنسي له لارې لاړ شي، خو نوموړي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې دلته د تګ لپاره انتظار کړی دی. 

د افضل په خبره چې کمېشنکاران ورڅخه ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې غواړي، خو دی یې د ورکړې توان نه لري. 

هغه اطلاعات روز ته داسې وویل: «له یوې اونۍ هم زیات وخت کیږي، چې زه دلته انتظار کوم، غواړم پاکستان ته واوړم، خو که پیسې ورنه کړم، ماته اجازه نه راکوي او هغه کسان چې اقتصاد یې ښه وي، هغه کمېشنکارانو ته پیسې ورکوي او په هماغه ساعت یې کار خلاصیږي.»

له ډنډپټان ولسوالۍ پښتونخوا ته تلونکي افغانان اړ دي چې کمېشنکارانو ته له ۱۲ یا ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې ورکړي.

افضل له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي، تر څو په دې برخه کې د افغانانو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي. 

نوموړی زیاتوي: «مونږ له افغان حکومت څخه دا غوښتنه کوو، چې دلته په دې ځای کې د افغانانو ستونزې درک کړي، خلک د دومره نه لري، چې یوه ډوډۍ ورباندې پیدا کړي، خو کمېشنکاران یوازې پاکستان ته د تګ لپاره ترې ۱۵ یا ۱۳ زره کلدارې غواړي، دې ستونزې ته باید رسېدنه وشي.»

سردار خان بل له هغو تلونکو مساپرو دی، چې غواړي خپل ناروغان پاکستان ته بوځي، هغه وايي، که هيواد کې روغتيايي خدمتونه برابر وی، دې سختو ګاللو ته یې غاړه نه کېښوده. 

د نوموړي په وینا کومې پیسې یې چې د ناروغ د درملنې لپاره برابرې کړې وي، نیمايي یې دلته په ناقانونه ډول ترې په یو بل نوم اخیستل کیږي. 

هغه وايي: «مونږ په هیواد کې یو داسې مجهز روغتون نه لرو، چې د ناروغانو دې په کې په سمه توګه درملنه وشي، ځکه مجبور یو چې دلته په ځان سختي تېره کړو، کومې پیسې چې د ناروغ د درملنې لپاره برابرې کړو، په همدې پاټک کې یې په یو بل نوم په غیر قانوني ډول را څخه اخلي.»

د څمکنیو ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر حاجي مامور د افغانانو په وړاندې دا لویه ستونزه یادوي او وايي، که افغان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره په منظم پلان کار وکړي، نه یوازې دا چې د تلونکو افغانانو ستونزې به ورسره هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په راکړه ورکړه به هم مثبت اغېز ولري. 

قومي مشر حاجي مامور وايي: «په رښتیا هم مونږ چې وینو، پاکستان ته چې کوم افغانان ځي، دلته په ډنډپتان کې له ګڼو مشکلاتو سره مخ وي، دوی دلته په څمکنیو کې ورته شپې او ورځې تېروي، خو زما په فکر د دې مشکلاتو د حل لپاره باید د پکتیا ولایتي اداره لاس په کار شي، چې له یو اړه د افغانانو ستونزې حل شي او بل به تجارت هم ورسره ښه شي.»

هغوی چې ناروغان درملنې لپاره وړي وايي، که هيواد کې روغتيايي خدمتونه برابر وی، دې سختو ګاللو ته یې غاړه نه کېښوده. 

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی نصیب مقبل وايي، ځینې مافیاوي کړۍ په لوی لاس د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړي، د نوموړي په وینا هلته له افغانانو په بېلابېلو نومونو په ناقانونه ډول له ۱۵ زره نیولې ان تر ۳۰ زرو کلدارو پورې پیسې اخیستل کیږي، چې خلک یې وس نه لري او له ماشومانو سره یو ځای ورته په سختو شرایطو کې انتظار کوي. 

ښاغلی مقبل زیاتوي: «مونږ د پکتیا له لارې هره ورځ سلګونه افغانان ګاونډي پاکستان ته تګ راتګ کوي، د هغوی پر وړاندې ځینې ستونزې حل شوې، خو لاهم هغه ستونزه چې په سیمه کې ترې مسافر ځوریږي، نه دی حل شوې، هلته د کمېشنکارانو په نوم لوټماران دي، چې له افغانانو په یو او بل نوم پیسې اخلي، مونږ د دې ستونزې جدي حل غواړو او هغه مافیاوي کړۍ، چې دې کار ته یې زمینه برابره کړې ده، له هغوی سره د قانوني چلند غوښتونکي یو.»

مقبل له ګاونډي پاکستان سره ډنډپټان د سوداګري لپاره هم له اقتصادي پلوه اسانه او لنډه لاره بولي او وايي، که دغه لاره ترانزیټ شي، د هیواد په اقتصاد به مثبت اغېز وکړي. 

نوموړی له مرکزي حکومت څخه د دې لاره د ژر تر ژره ترانزیټ کېدو غوښتنه کوي. 

نصیب مقبل وویل: «د پکتیا له ډنډپټان لارې اوس هم سوداګر مالونه وړي او راوړي، خو که دغه لاره ترانزیټ شي، یو خو به ورسره د هیواد په اقتصاد ښه اغېز وکړي او بل دا لاره تر ټولو لنډه، اسانه او له اقتصادي پلوه هم ښه تمامیږي.»

بلخوا د پکتيا والي حلیم فدايي هم د تلونکو مسافرو ځینې ستونزې مني، خو وايي، که د پیسو د اخیستلو په تړاو مستند شکایتونه ورسره شریک شي، په اړه به‌یې لازم اقدامات ترسره کړي.

د نوموړي په خبره چې، د دې ستونزو د حل لپاره یې منظمه طرحه چمتو کړې، چې د خلکو او ملي سوداګرو مشکلات به ورسره تر ډیره راکم شي. 

د پکتیا والي حلیم فدايي وویل: «مونږ هلته ډنډپټان ته تللي و، ستونزې مو له نږدې ولېدې، د حل لپاره یې یوه منظمه طرحه چمتو شوې، چې نږدې وخت کې به عملي شي، چې دغه اوسنۍ ستونزې به ورسره تر ډېره هوارې شي او بل مونږ له خلکو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوو، که دوی یو څه اسناد په دې اړه راسره شریک کړي، نو له ښکېلو کسانو سره به قانوني چلند وکړو.»

د پکتیا والي حلیم فدايي وایي، د دې لارې ترانزیټ لپاره یې لومړنۍ چارې بشپړې کړي.

فدايي اطلاعات روز ته د اوسنیو ستونزو یو لامل هم د دې لارې نه‌ رسمي کېدل وباله او زیاته یې کړه، چې د دې لارې د ترانزیټ لپاره یې لومړۍ چارې بشپړې کړې، چې د پاتې کارونو لپاره به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو دغه لاره ترانزیټ شي. 

ښاغلي فدايي داسې وویل: «مونږ اوس په دې هڅه کې یو، چې د پکتیا د ډنډپټان او پاړه چینار لاره چې مونږ له پاکستان سره وصلوي، د دې د ترانزېت لپاره کار وکړو، یوه برخه کار مو هم بشپړ کړی او د پاتې کارونو لپاره له مرکزي ادارې سره په همغږۍ به خپلې هڅې دوامداره وساتو.»

پاکستان ته په تګ، راتګ کې نه یوازې ولسي خلک له ستونزو سره مخ دي، بلکې افغان سوداګر هم په دې لاره کې د ځینو امنیتي، سیاسي او نورو ستونزو له وجې د لارې له تړل کېدو سره لاس او ګرېوان وي، چې له ګڼو مالي تاوانونو سره مخ کیږي.