غني

د ولسمشر غني د سولې طرحه؛ «که سوله د دې حکومت دورې په پای ته رسولو راځي، حاضر یو»

خبریال: بهادرخان رحماني

ارګ د هېواد ولسمشر محمداشرف غني د سولې لارنقشې په نوم د سولې طرحه رسنیزه او زیاته یې کړه چې د ترکیې سولې راتلونکې ناستې ته تیار دي.

ولسمشر دغه طرحه وړمه ورځ (سه شنبه، ۱۷ د وري) په ارګ کې د خپلو لومړیو مرستیالانو او د کابینې غړیو په شتون کې وړاندې کړې او پرون ناوخته رسنیزه شوې ده. د ولسمشر غني د سولې دغه طرحه په دریو پړاوونو کې برابره شوې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې دغه طرحه د امریکا له خوا افغان سولې لپاره د طرحې پر وړاندې برابره او په ډاګه شوې ده.

د ولسمشر غني له لوري د دې طرحې لومړی پړاو سیاسي هوکړه، دویم د سولې حکومت او دریم پړاو یې د سولې رغونه، دولت جوړونه او د مارکېټ رامنځته کول دي.

مطلوب حالت رسېدل تر عنوان لاندې د ولسمشر دغه طرحه په یوه پاڼه او درې پړاوونو کې ګډه ده.

د ولسمشر غني د دې طرحې د لومړي پړاو چې سیاسي هوکړه ده، جزیات په لاندې ډول دي.

 الف: سیاسي هوکړه

۱- د سولې پر مطلوب حالت هوکړه.

۲- د نړیوالو تر څارنې لاندې پر اوربند هوکړه.  

۳- د سولې حکومت پر اصولو هوکړه.

۴- د سولې نړیوال او سیمه ییز ضمانت او له ترهګرۍ سره مبارزه.

۵- د لویې جرګې له خوا د پورتینو څرګندونو منل   

د دې پړاو اوربند برخه کې د اوربند ټینګېدو په اړه ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې باید نړیوال یې تر څار لاندې ونیسي، څو سلامت او ملامت مالوم شي. ولسمشر دغه راز وایې، طالبان باید له اوربنده و نه ویریږي.

د ولسمشر د سولې طرح دویم پړاو کې د سولې پر حکومت ټینګار شوی. دا پړاو پنځو مادو کې راغلی او په کې په ټاکنو د واک پر لېږد ټینګار شوی دی.

ولسمشر همدارنګه په دې برخه کې د سولې نړیوال او سیمه ییز ضمانت او له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې وویل، چې د ترکیې ناسته کې باید د سولې سیمه ییزه ضمانت واخیستل شي.

په دې طرحه اوربند یو له مهمو مواردو یاد شوی او ولسمشر وایي، چې باید طالبان له اوربنده و نه ډار شي او نړیوال یې باید وڅاري.

ب- د سولې حکومت

۱- مطلوب حالت ته د رسیدو لپاره د عملي ستراتیژۍ جوړول.

۲- د اساسي قانون حاکمیت او عملي کول.

۳- د حکومتولۍ او پراختیا پروګرامونه.

۴- امنیت، اوربند او له ترهګرۍ سره مبارزه.

۵- د ټاکنو ترسره کول

د سولې طرحې په دې پړاو کې ولسمشر غني د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کړی دی. ښاغلي غني د همدې طرحې وړاندې کولو پر مهال وایي، چې که سوله د دې ټاکونکي حکومت دورې له وخت وړاندې په پای ته رسېدو راځي، حاضر دي چې ان د دې حکومت مشرتابه په نه ګډون ټاکنې وکړي. د ده په وینا، د حکومت مشرتابه ته د نظام دوام مهم دی، نه د ځان.

ولسمشر غني وویل: «د دوو ټکو توپیر باید وشي، یو اصولي قرباني ده، په دې مانا چې که د وطن خیر وغواړي او سوله په دې راځي چې دا منتخب حکومت خپله دوره پای ته و نه رسوي، موږ حاضر یو، نه یوازې حاضر یو بلکې دې ته هم حاضر یو چې و نه دریږو، پوهېږو چې له موږه ډاریږي چې خلک به موږ ته رایه راکړي، موږ ته د نظام دوام مهم دی، نه د ځان.»

ولسمشر په دې برخه کې دغه راز زیاته کړه، چې هېڅوک دې دا فکر نه کوي چې د حکومت مشرتابه به استعفا کوي یا ننګوونکې معاهدې ته به غاړه ږدي، خو په وینا یې چې ټاکنې مخته راوړئ، څو په مشروع او د خلکو په ارادې ملي اقتدار وسپارو.

ولسمشر وایي، که سوله د دې ټاکونکي حکومت دورې له وخت وړاندې په پای ته رسېدو راځي، حاضر دي چې ان د دې حکومت مشرتابه په نه ګډون ټاکنې وکړي.

د ولسمشر غني د سولې طرحې درېیمه برخه کې د اساسي قانون پر چوکاټ، سیاسي هوکړې او نورو برخو ټینګار شوی دی.

ج- د سولې رغونه، دولت جوړونه او د مارکېټ رامنځته کول

۱- د اساسي قانون چوکاټ.

۲- سیاسي هوکړه.

۳- د کورني بیځایه شویو او کډوالو ځای پر ځای کول.

۴- امنیت.

۵- د پراختیايي پروګرامونو لپاره د حکومت لومړیتوبونه.

ولسمشر د دې طرحې وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د دوی ټوله طرحه یوه پاڼه کې ده او هغه طرحه چې د تشریح وړ نه وي، طرحه نه ده او په وینا یې چې ۵۰ پاڼیزه طرحه به څه کوو.

ښاغلي غني دغه راز وویل، چې افغان حکومت د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې ته تیار دی. د ځینو رسنیو د راپور له مخې دغه ناسته ښایي د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

ولسمشر وویل: «موږ د ترکیې ناستې ته تیار یو او په دې برخه کې له امریکا او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې په راتلونکې اونۍ کې به کابل ته راشي، په اړه یې ډېرې خبرې وکړو.»

محمداشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې نړیوالو افغانان ۴۲ کاله له خپل مشروع حقه چې سوله ده، لېرې ساتلي دي. ده زیاته کړه، چې اصلي موخه یې د ۴۲ کلنې جګړې پای ته رسول دي، نه داسې سوله چې د بلې جګړې پیلامه شي.

ده زیاته کړه: «د یوې ټولنې په حیث موږ د سولې او ثبات له بنسټیز حقه پاتې یو، هر څوک راغلي دلته یې وسله کارولې، طرحې یې کارولي او نور، زموږ اصلي موخه د ۴۲ کلنې جګړې پای ته رسول دي، نه داسې سوله چې د بلې جګړې پیلامه شي.»

ښاغلي غني دغه راز روانه جګړه نامحدوده، نااصوله او ورځ تر بلې خرابېدونکې وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان جګړو تاریخ کې ښځې خوندي وې، خو اوس نه دي. د ده په وینا پخوا تل یو اصول ول، چې جنګیالي به جنګیالي سره جګړه کوله، خو اوس ښځې او هر څوک تر برید لاندې دي.

له بلې خوا چې د ځینو ګوندونو او بنسټونو له خوا پر عادلانه سولې ټینګار کیږي، په اړه یې ولسمشر وایي، چې د نړۍ ډېری د سولې تړونونه عادلانه نه ول او د دې پر ځای یې ټیکاو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د نړۍ ډېری د سولې تړونونه عادلانه نه ول، د عدالت پرتله یې ټیکاو ته لومړیتوب ورکړی دی. د ملګرو ملتونو رول دا نه ده چې نړۍ عادله کړي، بلکې دا ده چې ټیکاو رامنځته کړي. پر دې بنسټ د عادلانه اړتیا ډېره مهمه ده چې له بنسټونو او ارزښتونو ساتنه وکړو.»

ولسمشر غني وویل، د دې طرحې ټوله موخه یو ځانګړي هدف ته رسېدل دي،‌ او هغه هدف یو خپلواکه، ولسواکه، متحد، بې طرف او متصل افغانستان دی.‌

نوموړي دا هم وویلې چې دغه طرحه یې یوازې د خپل ځان نه بلکې د ټولو افغانانو په خیر دی او په وینا یې که یې امریکا ومني، لویه ګټه به وکړي.

د ولسمشر اشرف غني د سولې دې طرحې ترڅنګ د ملي پخلاینې عالي شورا هم د ترکیې ناستې لپاره په یوې طرحې کار پیل کړی دی. دغې شورا ویلي، چې د سولې طرحې د ترتیب او توحید کمېټه یې د یوې واحدې طرحې په جوړولو کار کوي.