ملکیان

دریو میاشتو کې نږدې ۱۸ سوه ملکیانو ته مرګ-ژوبله؛ یوناما حکومت ضد ډلې ډېر پړه، خو طالبان یې ردوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونه مرستندیویه دفتر (یوناما) افغانستان کې د ملکي مرګ – ژوبلې په اړه خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د سږ کال لومړیو دریو میاشتو کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو کچه د تېر کال ورته مودې پرتله لوړه ده.

یوناما نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) د ملکیانو مرګ ژوبله په اړه خپل راپور کې ویلي، د ملکي وګړو پراخه مرګ – ژوبله چې لا هم دوام لري، د ۲۰۲۱ کال لومړیو درې میاشتو کې ۱۷۸۳ ملکیانو ته مرګ – ژوبله چې (۵۷۳ وژل شوي او ۱۲۱۰ ټپیان) شوي، د تېر کال ورته مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښیي.

راپور کاږي، چې د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې پرتله د ښځو په مرګ ژوبله کې د ۳۷ په سلو کې زیاتوالي او د ماشومانو په تلفاتو کې ۲۳ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه راپور وایي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي: «د ملکي افغانانو په خاص ډول د ښځو او ماشومانو وژل کيدل او ټپي کيدل ډيره خواشينوونکې ده. زه له ښکیلو اړخونو غواړم چې د مخنیوي لپاره یې په بیړه یوه لاره پیدا کړي.»

د یوناما دغه راپور وایي، د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د عمومي زیاتوالي عوامل ترډیره د تیرکال د وروستیو په څیرد ځمکنیو جګړو، ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو او په هدفي وژنو کې زیاتوالی وو.

یوناما د دې مرګ ژوبلې ډېره ۶۱ سلنه پړه پر حکومت ضد وسله والو اچوي، دغه راز حکومتي ځواکونه بیا په  ۲۷ سلنه تلفاتو کې ښکېل ګڼي.

راپور وایي: «د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوځل بیا د ډیرو ملکي تلفاتو (۶۱ په سلو کې) مسوولیت د حکومت مخالفو وسله والو ته وراوړي، په داسې حال کې چې حکومت پلوي ځواکونه د ټولو ملکي تلفاتو د تقریباً څه باندې څلورمې برخې (۲۷ په سلو) لامل شویدي. »

خو طالبانو بیا د یوناما دې راپور ته غبرګون ښودلی او د ملکیانو مرګ – ژوبله کې په دومره سلنې د دوی پړه کېدل، رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر ویلي، چې د ملکیانو د مرګ – ژوبلې ډېر مسوولین افغان او بهرنیو ځواکونو دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي: «موږ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور ردوو چې د ۶۱ سلنې تلفاتو مسئولیت يې د اسلامي امارت مجاهدینوته راجع کړی دی. په هیواد کې د مطلق اکثریت ملکي تلفاتو مسئول د کابل اداره او د هغوی بهرني اشغالګر ملاتړي دي. په ملکي خلکو بمبارونه کوي او کورونه په توغندویو ولي.»

افغان حکومت بیا تراوسه کوم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په دې راپور کې دغه راز ویلي، د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پیل وروسته د ملکیانو د وضیعت د ښه کیدو په اړه هيلې را پيدا شوې، خو د ۲۰۲۰ کال له اکټوبر د ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمنځ شپږو میاشتو کې، ترهغه د وړاندې کال د ورته مودې پرتله يوناما د ۳۸ په سلو کې ملکي تلفاتو لوړوالی ثبت کړی دی.

راپور کاږي: «ديادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې دواړو د افغانستان حکومتي ځواکونو او طالبانو د تاوتریخوالي پر یوې اونۍ کموالي موافقه وکړه، او په ډاګه یې کړه سیاسي ژمنتیا کولی شي د افغانانو ژوند وژغوري. خو له بده مرغه دافغانستان دسولې دخبرو اترو له پيل راهيسې دتاوتریخوالي پر کوم بل کموالي موافقه ونشوه. »

دملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز چې د یوناما مشره هم ده ویلي، چې سمدلاسه دې تاوتریخوالی کم او د سولې له شته فرصته دې ګټه واخیستل شي.

لانیز ویلي: «د سولي له هر ممکن فرصت څخه باید ګټه پورته شي. که په عاجله توګه د تاوتریخوالي کچه را ټیټه نشي، د زرګونو ملکي افغانانو وژنه به د خپلو نورو افغانانو لخوا د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې دوام ومومي.»