د غازي اباد ناړۍ ترمنځ لاره

له لوږې کډوالۍ ته اړ کېدل؛ کونړ کې د غازي‌اباد – ناړۍ ترمنځ لاره لا هم تړلې

خبریال: جان‌اغا صالح

د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې جګړو خلک له لوی ناورین سره مخ کړي دي.

کونړ کې مرکز اسعداباد سره د غازي اباد – ناړۍ لاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې وسله والو طالبانو تړلې، چې د سړک منځ ته يې د غره نه غټې ډبرې را غورځولې دي.

د کونړ په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلې لاره له تیرې یوې میاشتې راهیسې لاهم د خلکو د تګ راتګ پر مخه تړلې ده.

د ناړۍ ولسوال حاجي ګل زمان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ناړۍ لاره د غازي اباد په سیمه کې لا هم تړې، چې له امله يې دې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو لېږد هم نه دی شوی.

هغه وایي، د لارو تړل کیدو ځایي خلک د خوراکي او روغتیايي توکو کمښت له ناورین سره مخ کړي دي.

ولسوال حاجي ګل زمان زیاته کړه: «له بده مرغه لاره اوس هم بنده ده، خو زمونږ د ځواکونو هڅه روانه ده چې لاره خلاصه کړي، هو د خوراکي توکو کمښت شته، داسې هم دي چې ځیني خوراکي مواد بیخي اوس نشته او هغه چې شته هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي، دې چارې په نرخونو اغېز کړی، پخوا که يو څه په لس و نو اوس شل او دېرش افغانۍ باندې دی.»

هغه وایي، د لارو تړل کیدو ځایي خلک د خوراکي او روغتیايي توکو کمښت له ناورین سره مخ کړي دي.

د یادو ولسوالیو ځایي اوسیدونکي وایي، چې وسله والو طالبانو له غره څخه غټې تیږې پر سړک راغورځولي، چې له امله یې د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو او خوړو له کمښت سره مخ دي.

د ولسي خلکو په وینا، تر اوسه د دغو جګړو له امله تر درې سوو کورنیو خپلې مېنې پريښي، چې په اسمار، شیګل، نرنګ او مرکز اسداباد کې مېشت شوي دي.

د ناړۍ ولسوالۍ څخه بیځایه شوي خلک وايي، که ژر تر ژره لاره خلاصه نه شي، نو خلک به د خوراکي توکو له لوی ناورين سره مخ شي.

احمد رشاد د ناړۍ یو تن اوسېدونکی دی. هغه طلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې لاره شاوخوا یوه میاشت کیږي وسله والو طالبانو تړلې او خوراکي توکې هېڅ ولسوالۍ ته نه دي لېږدول شوي.

احمد رشاد زیاته کړه: «زمونږ په ولسوالیو لارې بندې شوې او له سختو ستونزو سره مخ شو، اوبه نه وې خواړه نه وو او همدارنګه هلته تللې لارې ټولې طالبانو نیولې وې او په لاره یې له غره تیږي غورځولي دي او لاره یې د خلکو او موټر د تګ راتګ پر مخ تړلې، له حکومت غوښتنه کوو چې یاده لاره خلاصه کړي.»

د ناړۍ ولسوالۍ څخه بیځایه شوي خلک وايي، که ژر تر ژره لاره خلاصه نه شي، نو خلک به د خوراکي توکو له لوی ناورين سره مخ شي.

پنځوس کلنه رحم بي بي له یوې اونۍ راهسې له خپلو لمسیانو سره د غازي اباد ولسوالۍ بېځایه شوې او اوسمهال د شیګل په ولسوالۍ کې په یوه خېمه کې شپې او ورځې تیروي.

رحم بي بي وايي پاکو اوبو، مناسبو خوړو او د اوسېدو د ځای ځایګي نشتوالي ته زورېږي، خو ټول فکر یې د کورنۍ هغو کسانو او شتو ته دی، چې د جګړې په سیمه کې ترې پاتې دي.

رحم بي بي زیاته کړه: «کله چې په غازي اباد کې جګړه شوه او ټولو خلکو خپلې مېنې له ویرې پریښودې او نورو سیمو ته کډوال شول مونږ هم د ځان ساتلو په خاطر ډک کورونه پریښودل او دلته شیکل ته راغلو چې اوس په یوه خېمه کې اوسیږم له خپلو کوچنیو لمسیانو سره ستونزې ډيرې دي.»

په همدې حال کې د کونړ د کډوالو چارو رییس عبدالرشید ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو زیاتره اوسیدونکي د لارو د بندښت او هلته د خوراکي او نورو توکو د نه شتون له امله د کونړ نورو سیمو ته بېځایه شوي دي.

عبدالرشید ساپی زیاتوي: «د کونړ له غازي اباد، ناړۍ ولسوالیو څخه خلک مجبور شوي چې لارې پر بند دي نو په نورو لارو دی، د کونړ مختلفو ولسوالیو ته بیځایه شوي چې شمیر به یې ۳۰۰ کورنیو ته رسیږي او مونږ هڅه کې یو چې ټولو کورنیو ته اړین توکي وویشو.»

په همدې حال کې د کونړ د کډوالو چارو رییس عبدالرشید ساپی وایي، له غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو زیاتره اوسیدونکي د لارو د بندښت او هلته د خوراکي او نورو توکو د نه شتون له امله د کونړ نورو سیمو ته بېځایه شوي دي.

په ورته مهال امنیتي چارواکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې، لاره یې د ماینونو په کرلو سره تړلې او پر خلکو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې، نو ځکه کډوالۍ ته اړ شوي دي.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حیدرزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د یادې لارې د پاکولو په موخه یې عملیات دوام لري او ډېر ژر به یاده لاره له هر ډول موانعو پاکه کړي.

 جنرال رحم‌دل حیدرزی زیاتوي: «د کونړ غازي‌اباد او ناړۍ ولسوالیو لاره چې طالبانو تړلې مونږ یې د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي چې په نږدې ورځو کې به یاده لاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزو او دغه لار به خلک د پخوا په شان عادي تګ راتګ وکړي او د خلکو ستونزې به حل شي.»

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حیدرزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د یادې لارې د پاکولو په موخه یې عملیات دوام لري او ډېر ژر به یاده لاره له هر ډول موانعو پاکه کړي.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې لارې تړل مني، خو وایي چې یوازې یې د حکومت پر مخ بنده کړې او د عامو خلکو له پاره یې بدیلې لارې پریښي.

د مجاهد په خبره پر یاده لاره د پوستو له امله جګړې کیږی او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یی دا کار کړی دی.

د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ پر غځیدلي سړک د نورستان د کامدېش او برګیمټال اوسیدونکي هم تګ راتګ کوي چې د لارې بندېدو سره هغوی له نورو خلکو زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.