اطلاعات روز: نورستان کې د «الینا» په نامه یوې خصوصي راډیو خپل نشرات د امنیتي ګواښونو له امله درولي دي.
د الینا رادیو د نشراتو مسوول بصیر احمد احمدي نن (سهشنبه، ۱۲ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې وروستیو کې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره د نورستان امنیتي وضعیت هم خراب شوی او وسله والو طالبانو د دې ولایت دوه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي، نو له همدې ویرې یې خپل راډیویي نشرات درولي او کارکوونکي یې د خوندیتوب په موخه رخصت کړي دي.
احمدي زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په نورستان کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی او له همدې امله مونږ هم خپل نشرات درولي او د رادیو پنځه همکاران مو رخصت کړي په دې خاطر چې ژوند یې خوندي وي.»
الینا راډیو د نورستان ولایت نورګرام ولسوالی کې موقعیت لري. په ۲۰۱۱ میلادی کال کی یې فعالیت پیل کړ، چې د نورستان نورګرام او دواب ولسوالۍ او د لغمان شمالي برخه او الینګار ولسوالۍ یې تر پوښښ لاندې لرلې.
په الینا راډیو له دې وړاندې هم وسله والو برید کړی و او یو شمیر وسایل یې تخریب شوي وو.
اخوا ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې د خراب امنیتي وضعیت او اقتصادي ستونزو له امله درې رسنیو خپل فعالیت درولی چې یوه یې په ننګرهار او دوه یې په نورستان ولایت کې دي.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې د امنیتي ستونزو له امله ګڼ شمیر خبریالانو خپلې دندې پریښې چې لس یې ښځینه ژورنالیستانې دي.