اشرف غني

اشرف غني: اماراتو کې یم او بېرته افغانستان ته ګرځېدو لپاره مشورې کوم

اطلاعات روز: د هېواد مخکینی ولسمشر محمداشرف غني له هېواده د دریو ورځو پرېښودو وروسته په یو وېډیویي پیغام خپل اوسنی موقعیت متحده عربي امارات اعلان کړ.

ښاغلي غني دغه پیغام چې پرون شپه (چهارشنبه، ۲۷ د زمري) یې پر خپلې فیسبوکپاڼې خپور کړ، ویلي چې هغه اوس په مشورو بوخت دی څو هېواد ته وګرځي او د عدالت ټینګښت، پر افغانستان د افغانانو حاکمیت او د دې هېواد د واقعي اسلامي او ملي ارزښتونو او لاسته راوړنو پلي کېدو ته دوام ورکړي.

غني په دې پیغام کې د تاریخ تکرار لپاره د یوې توطیې یادونه کړې ده. د هغه اشاره د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله اعدام ته ده چې کابل کې د طالبانو له خوا اعدام شو. ښاغلي غني ټینګار کړی چې که کابل کې پاتې شوی وی، یو ځل بیا به ولسمشر د خلکو په مخ کې په دار ځړېده. هغه زیاته کړه چې له باعزته مرګه ډار نه لري، خو له وینې تویېدنې او د تاریخي شرمناکې فاجعې د تکرار مخنیوي لپاره یې کابل پرېښود.

اشرف غني دغه راز ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې خپل عادي کار ته دوام ورکاوه چې د خپلو امنیتي مسوولینو له خوا د یوې توطیې خبر ور ورسېد. غني وایي، چې طالبان د ارګ دروازو په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي ول او د هغه امنیتي ډلې هغوی سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی و.

مخکیني ولسمشر په دې پیغام کې له هېواده د پیسو وتلو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې خالي لاس اماراتو ته تللی دی. هغه زیاته کړې چې د خپلې امنیتي ډلې د زیات فشار له امله ان نه دی توانېدلی چې د څپلیو پر ځای بوټ پښو کړي او خپل شخصي کتاب او کتابچې او لپټاپ چې په وینا یې ټول محرم دولتي اسناد دي، له ځان سره یوسي.

اشرف غني په دوام کې ویلي، له اوسنیو مذاکراتو چې حامد کرزي او عبدالله عبدالله یې هڅې پیل کړي ملاتړ کوي او باید دا مذاکرات بریالي شي. د هغه په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونو ماتې نه ده خوړلې، بلکې ماتې د حکومت سیاستونو، طالبانو او نړیوالې ټولنې وه چې سوله یې په جګړې بدله کړه.