پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې د تېرې ورځې جګړې پر مهال د وژل شوي طالب جسد په غزني کې خاورو ته سپارل شوی دی.
یوې معتبرې سرچینې اطلاعات روز ته تایید کړې چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پرون د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني پوځیانو او افغان طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې د غوثالرحمن په نوم یو طالب پکې وژل شوی دی.
سرچینې ویلي، وژل شوی طالب د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د فتح کلي اوسېدونکی و.
سرچینې زیاته کړې چې د وژل شوي طالب جنازه نن غزني ته لېږدول شوې او هلته خاورو ته سپارل شوې ده.
پرون، شنبه، له ماسپښین وروسته د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ شاوخوا پنځه ساعته جګړه شوې ده.
طالبانو هم په دې جګړه کې پاکستاني لوري ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.
