د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر: اسرائیلي مېشت‌ځایونو پر اروپايي ډیپلوماټانو برید کړی

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسرائیلي مېشت‌ځایونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې، پر یوه امریکايي خبریال تر برید یوه ورځ وروسته، پر اروپايي ډیپلوماټانو هم برید کړی دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو ویلي، د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) اسرائیلي مېشت‌ځایونو پر فلسطیني ملکي وګړو، د فرانسې پر یوه ښاروال، په فلسطین کې د بلجیم پر قونسل، فرانسوي او پولنډي ډیپلوماټانو او کاتولیک استازو برید کړی دی.

پروو په ایکس کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې په دغه برید کې د بلجیم د سیاسي استازولۍ یوه موټر ته هم زیان رسېدلی دی.

هغه ویلي: «اسرائیلي چارواکي، د اشغالګر ځواک په توګه، باید د فلسطینیانو ساتنه وکړي، د ډیپلوماټانو او خبریالانو امنیت تضمین کړي او عاملان د خپلو کړنو په سزا ورسوي. د تاوتریخوالي کوونکو مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو معافیت باید پای ته ورسېږي.»

د فرانسې په شمال کې د اولنوئه-ایمري ښاروال برنارد بودو، رویټرز ته ویلي چې د فلسطینیانو د یوې مسیحي کلي طیبه ته نږدې، له ځايي خلکو سره د پیوستون په موخه د زیتونو په راټولولو بوخت و، چې نقاب‌اغوستونکو مېشت‌ځایونو پرې «سخت برید» وکړ.

هغه ویلي: «هغوی زه پر ځمکه وغورځولم.»

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماچي ویویور په ایکس کې په یوه پیغام کې تایید کړې چې پر هغه کاروان برید شوی چې ډیپلوماټان، د پولنډ چارواکي هم پکې وو.

هغه ویلي: «د ډیپلوماټیکو پلاوو پر غړو برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.»

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون ساعر دغه برید غندلی او عاملان یې «اسرائیلي ګډوډي‌جوړوونکي» بللي دي.

هغه ویلي چې ډیپلوماټان باید د اسرائیلي پوځ له همغږۍ پرته دغو سیمو ته سفر ونه کړي.

نوموړي په ایکس کې په یوه اعلامیه کې لیکلي: «دغه ډول همغږي د لیدونکو د امنیت په ساتلو کې مرسته کولای شوه.»

د فلسطین د ولسمشر مرستیال حسین الشیخ هم دغه برید غندلی او دا یې د هغه «ورځني ترهګرۍ» یوه کوچنۍ بېلګه بللې چې فلسطینیان ورسره مخ دي.

په تېرو درېیو کلونو کې په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو د اسرائیلي مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي دي. اوس خبریالان، فعالان او بهرني څارونکي هم په نښه کېږي.

د جمعې په ورځ لسګونو نقاب‌اغوستونکو مېشت‌ځایونو پر هغو فلسطینیانو برید وکړ چې په لوېدیځه غاړه کې یې د زیتونو حاصلات راټولول.

د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې عکاسه او امریکايي خبریاله هایدي لوین، چې د حاصلاتو د راټولولو د فصل په اړه یې راپور چمتو کاوه، د نقاب‌اغوستونکو مېشت‌ځایونو له برید وروسته په روغتون کې بستر ده. په دغه برید کې د هغې یوه پښتۍ ماته شوې او د ملا تیر څلور مهرې یې زیانمنې شوې دي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر پر اروپايي ډیپلوماټانو تر برید وروسته ویلي: «فلسطینیان هره ورځ له دغه ډول تاوتریخوالي سره مخ دي. مېشت‌ځایونو اوسېدونکي هغه خبریالان هم په نښه کوي چې د دغو پېښو په اړه راپورونه چمتو کوي، او ډیپلوماټان هم په نښه کوي. د زیتونو راټولول، د خبرونو چمتو کول یا د ډیپلوماټیکو دندو ترسره کول باید هېڅکله څوک د برید له خطر سره مخ نه کړي.»

هغه زیاته کړې چې بلجیم تر دې وړاندې په لوېدیځه غاړه او جولان لوړو کې له اسرائیلي مېشت‌ځایونو څخه د توکو پر وارداتو د بندیز اعلان کړی و او هڅه به وکړي چې د اروپايي ټولنې په کچه «د دغو تاوتریخوالو د عاملانو او د هغوی د ملاتړو» پر ضد بندیزونه ولګول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته