د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې میرویسخان، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» سلاکار او یو له قوماندانانو څخه، وژل شوی دی.
د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ «سجیل» لیکلې دي چې میرویسخان نن سهار شاوخوا درې بجې (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
دغې رسنۍ لیکلي چې میرویسخان په پنجشېر ولایت کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» سلاکار او مهم قوماندان و.
د سجیل سرچینو ویلي چې میرویسخان د صالحمحمد ریګستاني، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د عملیاتي مرکز د قوماندان، خورېی و.
د ملي مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
