عبدالغني برادر: دا عادلانه نه ده چې یوناما د طالبانو لاسته‌راوړنې له پامه وغورځوي

photo: @FDPM_AFG /X

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما پر نوي راپور نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «دا عادلانه نه ده چې د یوناما په خپرو شویو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې له پامه وغورځول شي».

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې یوناما «د یوه مخالف او دښمن لوري په څېر» یوازې «منفي اړخونو» ته پام کوي.

هغه له یوناما غوښتي چې «د افغانستان عیني واقعیتونو ته په پام سره، تحلیلي راپورونه په بې‌طرفانه ډول خپاره کړي».

د یوناما د بشري حقونو برخې په خپل نوي راپور کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې مستندې کړې دي. په دغو مواردو کې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو له لوري د ښځو او نارینه‌وو د «خپل‌سرو نیونو او توقیفونو» ۴۳۳ پېښې هم شاملې دي.

یوناما همدارنګه ویلي چې داسې پېښې یې مستندې کړې دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو ښځو ته د نارینه محرم له ملتیا پرته روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دغه راپور په غبرګون کې ویلي وو چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو له لوري نیونې «خپل‌سرې» نه دي، بلکې «د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د شرعي خلاف کړنو د مخنیوي او د خلکو د اصلاح لپاره ترسره کېږي».

طالبانو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه رد کړي او د ځان پر ضد یې «پروپاګند» بللي دي.

خو دغه ډله په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د اساسي حقونو په پراخو سرغړونو تورنه شوې ده. د جرمونو نړیوالې محکمې د دغې ډلې د څلورو چارواکو، د هغوی د مشر په ګډون، د «جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جرمونو» په تور د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته