د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د لومړي وزیر په توګه د بیا ټاکل کېدو په راتلونکو سیالیو کې د هغه بشپړ او بېقیدوشرطه ملاتړ لري.
ټرمپ نن ماښام (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په خپل ټولنیز پلاتفورم «ټروت سوشیال» کې په یوه پوسټ کې نتانیاهو «ستر او جنګیالی لومړی وزیر» بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په مبارزه کې «ستر شریک» و.
ټرمپ زیاته کړې چې نتانیاهو یې په سختو وختونو کې تر نظر لاندې ساتلی او هغه نه یوازې مات شوی نه دی، بلکې لا پیاوړی شوی هم دی. د ټرمپ په وینا، «دا هماغه ډول شریک دی چې امریکا یې له اسرائیلو تمه لري؛ هغه هېواد چې امریکا ورته ډېر څه کړي دي».
د امریکا ولسمشر له ایران سره جګړې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې «دا هېواد په منظم ډول، له پوځي او مالي پلوه، ویجاړ شوی دی. که په چټکۍ سره خپله لاره بدله نه کړي، ډېر ژر به یې کار پای ته ورسوو».
خو ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اسرائیلو خلک ناسم مشر، یعنې له نتانیاهو پرته بل څوک، وټاکي، دی به په یوازې ځان د ایران کار پای ته ورسوي، که څه هم نه غواړي دا کار وکړي.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې نتانیاهو ان د اسرائیلو له دننه د مخالفتونو پر وړاندې هم مقاومت کړی دی. هغه د اسرائیلو خلکو ته په خطاب کې ویلي: «هغه به هېڅکله تاسو ناهیلي نه کړي.»
ټاکل شوې چې د اسرائیلو پارلماني ټاکنې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه ترسره شي. د نتانیاهو ملاتړ ته د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، د نتانیاهو په مشرۍ د «لیکود» ګوند د اسرائیلو د پوځ د لوی درستیز پخواني مشر ګادي آیزنکوټ په مشرۍ له «یشار» ګوند څخه وروسته دی.
