د مصر د پارلمان دوو غړو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د هغې غوښتنې په اړه رایه اچونه ځنډول شوې چې له مخې یې سعودي عربستان ته د پوځي ملاتړ اجازه ورکول کېږي. د دې موضوع څېړنه د دوشنبې تر ورځې غځول شوې ده.
یوه پارلماني غړي ویلي چې غونډه «د دې لپاره وغځول شوه چې ټولو استازو ته د خبرو او د خپلو نظرونو د څرګندولو فرصت ورکړل شي».
بل پارلماني غړي هم ویلي چې غونډې به د دوشنبې په ورځ دوام وکړي، «څو ټولو استازو ته د خپلو نظرونو د څرګندولو فرصت ورکړل شي».
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون د پوځي اکاډمیو او پوهنځیو د نویو دورو د فراغت په مراسمو کې د سعودي عربستان او د خلیج د عربي هېوادونو د امنیت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
السیسي په خپله وینا کې له پارلمانه وغوښتل چې بېړنۍ غونډه جوړه کړي، څو د هر ډول پوځي مداخلې لپاره د اجازې ورکولو موضوع وڅېړي چې سعودي عربستان یې د خپل دفاع لپاره غوښتنه کوي.
مصر په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي مداخلې سره یوځای شو. دغه هېواد اوس هم د حوثیانو پر وړاندې د عربي ائتلاف رسمي غړی دی، خو په وروستۍ جګړه کې یې پوځي مداخله نه ده کړې.
په تېره دوره کې، د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د اوربند تر ټینګېدو مخکې، مصر تر ډېره په سره سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو په امنیت ساتلو کې رول درلود.
له حوثیانو سره د جګړې له پیل وروسته، سعودي عربستان په ښکاره له ټولو خلیجي هېوادونو او متحده ایالاتو د مرستې غوښتنه کړې ده. ان اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې سعودي عربستان له اسرائیلو هم د مرستې غوښتنه کړې، خو ریاض دغه راپورونه رد کړي دي.
پاکستان او ترکیې، چې د مکې د ائتلاف غړي دي، څو ځله د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دې دفاعي تړون د فعالولو ملاتړ کړی، خو د حوثیانو پر وړاندې جګړه کې د ګډون د څرنګوالي په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
