پکتیا کې موسسې

پکتیا کې ډیری تړلیو موسسو بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی

خبریال: حبیب‌الله سراب

پکتیا کې له ۱۳ همکاره موسسو څخه یې ۹ د پخوا په څېر عادي فعالیت پیل کړی دی. دغو موسسو د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو وروسته خپل فعالیت درولی وو.

د تېر نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې ځینې نورې برخې هم اغېزمنې شوې، له ډلې یې د ځینو نړیوالو همکاره موسسو فعالیت هم دی، چې چارې یې ټکنۍ شوې دي.

د تېر نظام پر مهال په پکتیا کې ۱۳ همکاره موسسو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کول، خو په هیواد کې د سیاسي بدلون له راتلو وروسته له دې ډلې یې ځینو موسسو خپل کارونه ځنډني کړي، خو اوس د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د وضعیت له سمون وروسته یو ځل بیا په دې ولایت کې ۹ نړیوالو موسسو چې له ملکي وګړو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي، بیرته کار پیل کړی.

د اطلاعات او کلتور ریس وايي، له دې وړاندې په پکتیا کې د یونما یا UN په ګډون ۱۳ همکاره موسسې فعالیت درلود، چې څلور یې لاهم چارې نه دي پیل کړي.

د هغه په خبره، چې ځینو نړیوالو موسسو د طالبانو په واک ته رسېدو له سلګونه کورنیو سره د خوراکي او سرپناه برخه کې مرستې هم کړې دي.

هغه وویل: «دلته په پکتیا کې چې کومې ۹ موسسې فعاله دي، له دې ډلې یې دوه د بشري مرستو په برخه کې کار کوي، چې له همدې دوو څخه یې RHDO د پکتیا په شپږو ولسوالیو کې د څلورو میاشتو لپاره د WFP یا نړیوال غذايي پروګرام په برخه کې له بېوزله خلکو سره مرسته کوي، چې اوس مهال یې د سروې چارې روانې دي.»

د اطلاعات او کلتور ریس وايي، له دې وړاندې په پکتیا کې د یونما یا UN په ګډون ۱۳ همکاره موسسې فعالیت درلود، چې څلور یې لاهم چارې نه دي پیل کړي.

احمدزي زیاته کړه، چې ځینو موسسو له هغو داخلي بېځایه شویو کورنیو سره هم د خوراکي او سرپناه برخه کې مرسته کړې، چې د جګړو له امله په تېر کې بېځایه شوي و.

نوموړی وايي: «بله یادونه باید دا وشي، چې یونیسیار یا WSTA له لوري په پکتیا کې له ۸۰۰ بېځایه شويو کورنیو سره د سرپناه او خوراکي توکو د ورکړې په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي دي، مونږ ته ځینو نورو موسسو هم ډاډ راکړی، چې په پکتیا کې به بیرته په عادي ډول فعالیت پیلوي.»

هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې پاتې موسسې دې هم د امنیت او نورو خنډونو په اړه اندېښنه نه کوي او کولی شي، چې په دې ولایت کې بیرته خپل فعالیت پیل او خلکو ته اړونده خدمات وړاندې کړي.

د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي: «مونږ په پوره ډاډ سره ټولو موسسو او نورو خیریه بنسټونو ته دا ډاډ ورکوو، چې طالبان به په پوره توان سره ستاسو امنیت خوندي کوي او که په هرځای کې مو فعالیت ترسره کوه، نو هلته د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.»

په دې ولایت کې د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي یا AOED موسسه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پکتیا ولایت کې فعالیت لري، مسوولین یې وايي، دوی د معلولیت لرونکو وګړو د ځان بساینې لپاره مختلف پروګرامونه ترسره کړي او لاهم په دې برخه کې په کار بوخت دي.

د یادې موسسې غړي سیدعمر عادل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دوی له سیاسي مسایلو لرې په بې طرفه توګه د معلولینو ستونزو هواري لپاره کار کوي، خو نوموړی د نظام په بدلون د خپل کار په وړاندې ځینې ستونزې د اندېښنې وړ بولي او وايي، د طالبانو له خوا ښځنیه کارمندانو ته د کار اجازه نه ورکول هغه لاملونه دي، چې په پکتیا کې یې له معلولینو سره د لاسرسي موسسې چارې ټکنۍ کړې دي.

عادل وویل: «مونږ فقت له معلولینو سره د همکارۍ لپاره دلته په پکتیا کې فعالیت لرو، هغه معلولین چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او یا هم دوی ځینو نورو وسایلو ته اړیتا ولري، نو مونږ ورسره همکاري کوو، د طالبانو په راتګ زمونږ ستونزه دا پیدا شوې، چې د هغوی له امله زمونږ ځینه کارمندانې، چې په دې برخه کې ورته زیاته اړتیا لیدل کیږي، نه شي کولی، چې په ډاډ سره کار ته راشي.»

ینو موسسو له هغو داخلي بېځایه شویو کورنیو سره هم د خوراکي او سرپناه برخه کې مرسته کړې، چې د جګړو له امله په تېر کې بېځایه شوي و.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت اوسېدونکي د نړیوالو موسسو او نورو خیریه بنسټونو رول مهم بولي او وايي، که د اقتصادي ستونزو هواري برخه کې یادې موسسې له خلکو سره د سرپناه او خوراکي توکو مرستې ونه کړي، په دې ولایت کې به لوی ناورین رامنځته شي.

دوی غوښتنه کوي، چې په لرې پرتو سیمو کې باید خلکو ته د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې شته اړتیاوې پوره کړي.

د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي سمسور وویل، چې په تېر حکومت کې د ځینو موسسو له لوري له بېوزله خلکو سره ډېره همکاري کېدله، خو د هغه په خبره، چې د طالبانو په راتګ سره نه یوازې همکاري نه کیږي، بلکې د نامالومو دلایلو له امله یې فعالیت هم درولی دی.

ښاغلي سمسور په دې اړه داسې وویل: «دلته له خلکو سره د موسسو همکاري ډېره اړینه ده، مونږ یې ښه مثالونه لرو، خوارکي توکي خلکو ته ورکړل شوي، د سرپناه برخه کې خېمې وېشل شوې او هم د پوهنې برخه کې له ښوونځیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي، نو که د دې موسسو همکاري نه وي، حکومت دا توان نه لري، چې د ټولو خلکو ستونزو ته رسېدنه کړي.»

که څه هم د هیواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیا کې هم امنیت نسبتا ښه دی، خو د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو که همدا حالت همداسې دوام وکړي او نړیوال او موسسات هم له ملکي وګړو سره د دوی د اقتصادي ستونزو ستونزو په هواري برخه کې کوټلي ګامونه ترسره نه کړي، نو د ژمي له راتګ سره به په دې ولایت کې بشري ناورین رامنځته شي.