اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند ( ختابې ) سيمه کې درې تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي.
د دغه ولايت د طالبانو د اطلاعات او کلتور له رياست څخه نن (دوشنبه، ۷ دوري) په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شويو کسانو کې يې يو د خپل پلار او مور د وژنې هڅه کوله، چې هدف ته تر رسيدو وړاندې د کشفي راپورونو پر اساس ونيول شول.
خبرپانه زياتوي، چې له دغو کسانو سره ځينې سپکې وسلې هم د طالبانو نظامي کسانو لاسته ورغلي.
د پکتيا ولايت اوسېدونکي د غلاو او نورو جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د طالبانو له امنيتي ادارو د چټکو هڅو غوښتنه کوي.