انځور: ټولنیزې شبکې

د نړۍ مشرانو ته پرانیستی لیک: د هزاره ګانو نسل وژنې څخه ساتنه وکړئ

د هزاره ټبر سیاسي او بشري حقونو فعالانو ملګرو ملتونو او د نړۍ مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې، له دوی غوښتي چې د افغانستان د هزاره ګانو په ملاتړ دې چې د « نسل وژنې » ځورونې او د بشري ضد جرمونو سره مخ دي کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه لیک « له نسل وژنې څخه د هزاره وګړو ساتنه» تر سرلیک لاندې د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د اروپايي ټولنې د شورا رییس چارلس میشل، د بریتانیا، جرمني، نیوزیلنډ او اسټرالیا د صدراعظمانو ته لیکل شوی دی.

په دغه ليک کې چې نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) خپور شوی، بشري حقونو مدافعانو او سياسي فعالانو پر ټولو مرستندويه هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او غير دولتي موسېسو غږ کړى چې په افغانستان کې د هزاره ګانو وضعيت ته پوره او ژر پاملرنه وکړي.

دوی وايي، چې هزاره ګان له ډېرې مودې راهیسې ځورول کېږي او واک ته د طالبانو رسیدو راهیسې ددوی ټولنه د هدفي بریدونو موخه کرځیدلی.

دغه فعالان په دشت برچي سیمه کې وروستي بریدونه د هزاره ماشومانو ډله ییزه وژنه او د کابل په لویدیځ کې د هزاره ګانو پر وړاندې د یو لړ هدفي بریدونو یوه برخه بللې ده. د دوی په وینا له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې یوازې د دشت برچي په سیمه کې له ۳۰ ډېر خونړي بریدونه ثبت کړي دي او په دغو بریدونو کې سلګونه هزاره ګان یوازې د قومي او مذهبي عقایدو له امله وژل شوي دي.

په لیک کې راغلي چې د کابل په لوېديځ کې وروستي بريدونه او په تېرو کلونو کې ورته بريدونه د «نسل وژنې» جنايت معلوم داره ځانګړنه ده. په لیک کې ویل شوي: «موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د هزاره ټولنې نسل وژنې رسمیت پیژندنه کې ددوی ترڅنګ ودریږي.»

په لیک کې دا هم ویل شوي چې تر دې دمه د هزاره ګانو په وړاندې د هیڅ کوم « ترسره شوي جنایت» پلټنه نه ده شوې او قربانیانو او د هغوئ کورنیو ته د عدالت د رسولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

د سیاسي او بشري حقونو فعالانو ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې د کمزوري غبرګون په اړه ژوره اندیښنه لري، چې ډیری د «د نسل وژنې جنایات او هغه څه چې په تیرو وختونو کې په ځانګړي ډول د افغانستان هزاره ګان په نښه شوي کم رنګه غبرګون ښودلی او یا یې له پامه غورځولي دي.»

دوی ټینګار کوي چې د نړیوالو قوانینو او دودونو له مخې، نړیواله ټولنه دنده لري چې هزاره ګان پر وړاندې د «نسل وژنې» جنایات، د بشریت ضد جرمونو او سیستماتیک تعقیب څخه خوندي کړي.

په لیک کې راغلي: «موږ په ملګرو ملتونو او امنیت شورا غږ کوو چې په افغانستان په اړه، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو د ساتنې په اړه چې د «نسل وژنې» له خطر سره مخامخ دي غونډه وکړي.

دوی همدا راز د اروپا له پارلمان غوښتي چې په ۱۸۹۲ او ۱۹۹۸ کلونو کې د هزاره ګانو وژنه او  وروستي درې کلونه د افغانستان هزاره ګانو د «نسل وژنه» به توګه اعلان کړي.

 دغه فعالان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا هم غوښتي چې پر هزاره ګانو د بریدونو د غندلو لپاره ځانګړې غونډه وکړي او په ښکاره ډول یې د بشریت ضد جرم او «نسل وژنې» په توګه یاد کړي. دوی د جرمونو له نړیوالې محکمې هم وغوښتل چې د افغانستان په اړه دې پلټنې پیل کړي.