د یونیسف سیمه ییز مشر لیکلي،«یوازې په یوه اونۍ کې، په افغانستان کې د [بشري] حقونو د سرغړونو په لړ کې له ۵۰ زیاتې نجونې او هلکان وژل شوي دي.»
ځایي سرچینې وايي، چې لومړۍ چاودنه د « شهید عبدالرحیم » ښوونځي کې وشوه او د دغې چاودنې له امله له ګډوډۍ او وېرې وروسته زده کوونکو هڅه وکړه، چې د ښوونځي له شا کوڅې ووځي، مګر ناخبره چې د یوې بلې چاودنې ښکار شول.
په دغه ليک کې چې نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) خپور شوی، بشري حقونو مدافعانو او سياسي فعالانو پر ټولو مرستندويه هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او غير دولتي موسېسو غږ کړى چې په افغانستان کې د هزاره ګانو وضعيت ته پوره او ژر پاملرنه وکړي.
هغې ویلي، په ماشومانو او تعلیمي ادارو بریدونه د بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده.« ښوونځي د زده کړې یواځیني ځایونه دي. داسې مرکزونه باید د سولې او پناه ځایونه وي.»