انځور: ارشیف

د سیدالشهدا پر مکتب د برید کلیزه؛ ریچارډ بنټ: د هزاره ګانو ساتنه کې پاتې راتلل بدې پایلې درلودې

د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهداء د نجونو پر ښوونځي د خونړي برید د کلیزې په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، د هزاره ټولنې د وژل کېدو په ساتنه کې پاتې راتلل ناوړه پایلې له ځان سره درلودې.

تېر کال د ثور په ۱۸مه نیټه د سید الشهداء د نجونو لېسې مخې ته هغه مهال یو لړ چاودنې وشوې، چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو.

د شمېرو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۸۵ نجونې وژل شوي، چې ډېری یې ښځینه زده کوونکې وې. ریچارډ بنټ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د قربانیانو ژوند باید په یاد وساتل شي او د هغوئ لپاره د عدالت غوښتنه وشي.

هغه په ​​​یوه ټویټ کې ویلي: «د هزاره او شیعه ټولنو په ساتنه کې پاتې راتلل چې د کلونو راهیسی د مرګونو بریدونو موخه ګرځیدلي، ناوړه پایلې له ځان سره درلودې.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، پر هزاره ګانو وحشیانه بریدونه چې ځینې یې د داعش له خوا ترسره شوي، دوام موندلی.

په همدې حال کې ريچارډ بنټ د بريدونو د مخنيوي او د هزاره ګانو پر ساتنې د ټينګار تر څنګ ويلي، چې د پېښې عاملينو پېژندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره بیا ځلي ازادې څیړنې کوي.

وروسته له هغې چې طالبانو واک تر لاسه کړ، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې، د افغانستان هزاره ګان د خونړیو بریدونو موخه کرځیدلي دي.

د روان هجري لمریز کال حمل په ۳۰مه د کابل لوېدیځ د هزاره ګانو سیمه د درېیو پرلپسې چاودنو شاهده وه. لومړۍ چاودنه د «ممتاز» په ښوونیز مرکز وشوه. دوه نورې چاودنې، چې ویل کېږي د ځانمرګو بریدونو له امله رامنځته شوې، د «شهید عبدالرحیم» لېسې مخې ته وشوې. په دې چاودنو کې لسګونه کسانو، چې ډېری یې زده کوونکي وو، مرګ ژوبله واوښته.

د کابل په لوېدیځ کې له بریدونو دوه ورځې وروسته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات چاودنه وشوه. په دغه برید کې څه باندې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

همدارنګه د روان کال د ثور میاشتې په ۸ مه نیټه د مزارشریف ښار د هزاره ګانو په سیمه کې په دوو چاودنو کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. چې ټول قربانیان شیعه ګان وو.

د يادونې وړ ده، چې د روژې په مبارکه مياشت کې په کابل او کندوز کې د سني مذهبو صوفیانو دوه جوماتونه د خونړیو بريدونو موخه ګرځېدلي دي.

داعش ډلې د څو وروستیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.