سراج الدین حقاني: موږ امریکایانو ته د دښمن په سترګه نه ګورو

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هغه کس چې امریکایانو دده نیولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکلی وايي، چې دا ډله امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري.

نوموړي دغه څرګندونې د امريکا له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې کړي. د دې مرکې یوه برخه تېره ورځ دوشنبه (۲۶ د ثور) د سي ان ان تلویزیون خبریالې لخوا پر ټویټر خپره شوې ده.

حقاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان لا هم امریکا ته د خپل دښمن په سترګه ګوري، نموړی وایي: «دا مهال موږ دوی ته د دښمن په سترګه نه ګورو او موږ په وار وار د ډیپلوماسۍ په اړه خبرې کړې دي. اوس وخت ددې دی چې ډیپلوماسۍ له لارې وغږیږو.»

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې چې دغه ډله به په راتلونکي کې له امریکا او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

نوموړي د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره ټینګار کوي او وايي، چې طالبان دې هوکړې ته ژمن دي او افغانستان به هېڅکله د امریکا لپاره د ترهګرۍ ګواښ نه وي.

حقاني د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه وايي، چې ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو پر میکانیزم کار روان دی. هغه زیاتوي: «مونږ باید داسې شرایط رامنځته کړو چې وکولای شو د هغوی [نجونو] وقار او امنیت تضمین کړو،»

هغه ټینګار کوي چې هېڅوک د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دي، او افغان ولس به ډېر ژر په دې اړه ښه خبر واوري.

ټاکل شوې وه چې د روان کال د وري په درېیمه به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي، مګر طالبانو اعلان وکړ چې د حجاب طرحې تر جوړیدو پورې د شپږم ټولګي پورته نجونې نشي کولای ښوونځي ته لاړې شي.

د نجونو د ښوونځیو تړلو پریکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. طالبان اوس د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دي ترڅو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.