جوزجان کې په یوه ترافیکي پیښه کې اته تنه مړه او ۲۸  نور ټپیان شوي

د جوزجان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.

د جوزجان د عامې روغتيا رييس عبدالغني صميم وايي، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د هغه په ​​وينا، تېره شپه نا وخته شاوخوا ١١ بجې د قوش تېپې ولسوالۍ مربوطاتو کې يوه باربري «مازدا» ډوله موټر اوښتی دی.

په موټر کې سپاره کسان له قوش‌تېپې ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار پر لور روان وو.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

زیات سرعت، د سړکونو خرابوالی او د ډریورانو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول هغه څه دي چې په هیواد کې د ترافیکي پیښو لامل ګرځي.