انځور: باختر خبری اژانس

فراه کې ۵۰۰ کيلوګرامه وزن لرونکى یو ماين کشف او شنډ شو

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې په افغانستان د روسانو د یرغل د وخت یو حلقه پاتې شونی بم کشف او شنډ کړی دی.

باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي خبر ورکوي چې په فراه کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عارف عادل ویلي چې دغه بم ٥٠٠ کيلوګرامه وزن درلود.

د هغه په ​​وينا، دغه بم د فراه ښار په یوه څنډه د «کفر کلا» په سيمه کې کشف او د یاد ولايت د امنيه قوماندانۍ د انجنيري ټيم له خوا شنډ کړاى شو.

په فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د دغه ولایت اوسیدونکو ته خبر ورکړی چې د ماینونو او یا نامعلومو شیانو د لیدلو په صورت کې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

د لسیزو جګړو له امله د افغانستان یوه برخه خاوره د ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه ډکه پاتې شوې.

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت طالب وزیر وايي، د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.