اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، د پلازمینې کابل په کارته سخي سیمه کې نښته تایید کړه.
هغه وايي، کارته سخي ټاور کې پر طالب ځواکوکو د چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې له یوه کوره ډزې شوې دي.
ځدراڼ زیاتوي، یاد کور تر کلکې محاصرې لاندې دی او تصفیه جریان لري.
نوموړي د دې نښتې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د دې عملیاتو موخه هم څرګنده نه ده.
د سیمې اوسېدونکو نن (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د کارته سخي په سيمه کې د پرلپسې ډزو د غږونو اوریدو خبر ورکړی و.