روسي‌خبري‌اژانس: امریکا د اوکراین جګړې لپاره افغان پیلوټان روزي

اطلاعات روز: د روسیې تاس خبري اژانس د یوې پوځي-ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په کلیفورنیا کې پخواني افغان پیلوټان ​​روزي او د پولنډ له لارې یې اوکراین ته استوي.

دغه سرچینه وايي، پنټاګون یو کال وړاندې د هغو پخوانیو افغان پیلوټانو په ګمارلو لاس پورې کړی چې د امریکايي ځواکونو متحدین وو.

امریکا تېر کال د افغانستان څخه د وتلو پرمهال د دغه هیواد د پوځ یو شیمر پیلوټان او ځانګړي ځواکونه له ځان سره بهر کړل.

تاس خبري اژانس په خپل نني (دوشنبه، ۷ د وږي) خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د امریکا دفاع وزارت نه یوازې پیلوټان ​​بلکې افغان ځانګړي ځواکونه هم روزي او د اوکراین جنګي سیمو کې یې ځای پرځای کوي.

دغې روسي سرچینې ویلي، چې د امریکا دغه کړنې به په اوکراین کې د «روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو» پر پایلو اغېز ونه کړي او د کییف او د هغه د ملاتړو پوځي ناورین به ونه ځنډوي.

تر دې وړاندې هم روسي چارواکو ویلي و، چې امریکا د اوکراین په جګړه کې د افغانستان د پخواني پوځ له هغو پوځي الوتکو کار اخلي، چې دا مهال د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې دي.

روسیې شپږ میاشت وړاندې پر اوکراین یرغل وکړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یاد برید ته د «ځانګړی عملیاتو» نوم ورکړی دی.

د اوکراین حکومت د لویدیځو هېوادونو په ملاتړ تر دې دمه د روسیې پر وړاندې مقاومت کړی دی.

اوکراین کې د روسیې جګړې په نړۍ کې د تیلو او خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.