انځور: ارشیف

هلمند کې دیوې زړې سرګلولې چاودنې له امله شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د راکټ سړې مرمۍ چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه پيښه نن (شنبه، ۱۲ د وږي) غرمه مهال د نادعلي ولسوالۍ د «هیواد بازار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې د مدرسې شپږو زده کوونکو د راکټ په یوې سړې مرمۍ لوبې کولې.

د ده په خبره، ټپیان د درملنې په موخه د هلمند ولايت مرکزي ايمر جنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

 هغه وويل، چې د وژل شویو ماشومانو له ډلې څخه یې دوه نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې په هېواد کې د ناچاوده توکو په چاودنو کې د ملکي وګړو په تیره بیا د ماشونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.