کندهار کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د پولیو واکسین مسوولین وایي، دې ولایت کې د ګوزڼ واکسین درې ورځنی کمپیاین داسې مهال پېل شو چې لاهم دغلته ۴۴ سلنه د پنځه کلونو کم عمر لرونکي ماشومان له واکسین بې برخې دي.

کندهار کې د سویلي زون لپاره د پوليو یا ګوزڼ واکسين د کمپاين آمر حزب الله فطرت وایي، د دې کمپاين پرمهال به کندهار کې ۶لکه ۲۰زره ماشومان او د‌ ټولې سويلي حوزې په کچه به ۲۰لکه  ۴۰زره پنځه سوه ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول شي.

هغه زياتوي، اوس مهال کندهار کې يوازې ۴۶سلنه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي او پاتې نور ۴۴سلنه واړه ماشومان له دغه واکسين څخه د بېلابېلو دلايلو له کبله بې برخې پاتې دي.

د ده په خبره، له کله نه چې د طالبانو حکومت واک ته رسېدلی د پوليو واکسين کمپاين د کور په کور څخه مسجد په مسجد‌ شوی چې له کبله يې د کورنیو ساحه محدوده شوې ده.

دده په وينا، چې اوس د يوې طرحې پرجوړېدو کار کوي ترڅو د پوليو واکسين بېرته کور په کور تر ماشومان ورسوي.

د فطرت له قوله: « له ټولو خلکو غوښتنه کوو چې خپل ماشومان تر مسجدونو پورې ورسوي او د پوليو واکسين ورکړي.»

د يادونې وړ ده چې سږکال د هېواد په دوو ولايتونو کنړ او پکتیکا کې د پوليو يوه يوه مثبته پېښه ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان يو له هغو هېوادونو څخه دي چې تراوسه لا پکې د پوليو ويروس په مکمله توګه نه دی ختم شوی او د دغه ناروغۍ د مخنيوي له پاره هره مياشت کمپاينونه ترسره کېږي.