انځور: پولیټیکو

امریکا د افغان پوځ لسګونه الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته سپاري

اطلاعات روز: امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا غواړي د افغان پوځ هغه الوتکې چې په تاجکستان او ازبکستان کې دي، دغو دوو هېوادونو ته د سرحدي امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوه «غیر رسمي» امنیتي تړون له مخې ورکړي.

پوليټيکو مجلې د دوو امريکايي سرچينو په حواله ليکلي، چې امريکا له ازبکستان او تاجکستان سره د نږدې ۵۰ نظامي الوتکو پر سر د معاملې لپاره د خبرو اترو په حال کې ده.

دغه الوتکې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا د منځنۍ اسیا دغو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، امریکا هڅه کوي ترڅو دغه الوتکې وګوری چې د الوتنې وړ دي او که نه.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې تاجکستان او ازبکستان حکومتونو ته د یوې غیر رسمي هوکړې له مخې د یو شمیر الوتکو ورکړه د سرحدي امنیت او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې «زموږ ژورې امنیتي اړیکې» ټینګول موخه ده.

د هغه په ​​وينا، په دې تړون کې ښايي د اطلاعاتو د شريکولو زياتوالى او يا هم د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې د تروريستي فعاليتونو د څارنې لپاره د یوه سیمه ییز پست رامنځته کول شامل وي.

په تاجکستان او ازبکستان کې افغان پوڅ ته د امریکا لخوا د ورکړل شویو الوتکو برخلیک د تېر یوه کال راهیسې نامعلوم و.

طالبان ټینګار کوي چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دی او باید بېرته ورکړل شي؛ خو ازبک چارواکي وايي چې دغه تجهیزات د امریکا ملکیت دی او بېرته نه ورکول کېږي.

پولیټیکو لیکي چې د پردې تر شا، امریکایي چارواکي په خاموشۍ سره هڅه کوي چې له دغو الوتکو څخه د فشار په توګه یوه داسې سیمه کې د ځمکنۍ اډې د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي چې اوس مهال پکې د امریکا پوڅ حضور نه لري.