د ارزګان خلک وایي، زاړه بانک نوټونه ورته په سرخوږي بدل شوي

اطلاعات روز: په دې ورستيو کې د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې خلک د ميده او زړو بانک نوټونو څخه شکايت کوي.

ارزګان کې خلک وايي، تر بل هر وخت په اوسنيو وختونو کې افغانۍ زاړه بانک نوټونه له کاره لويدلي او د کارولو نه دي.

د ترينکوټ ښار يو شمير هټیوال وايي، د زړو بانک نوټونو له امله هره ورځ له خپلو مشتريانو سره په جنجال وي چې دغه چارې د دوی پر کاروبار منفي اغېزه کړې ده.

د ترينکوټ ښار دوه اوسيدونکي محمد قيوم او سيد احمد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له کار لېدلې افغانۍ ټولې او نوې پیسې دې پر ښاریانو وویشي.

دوی زیاتوي، ډير وخت له خپلو مشتريانو څخه له دې امله افغانۍ نه اخلي چې زړې وي او مشتريان يې هم اړ کيږي چې د افغانيو پر ځای دوی ته نورې بهرنۍ پیسې ورکړي.

دوی په دې اړه وويل:« داخل په ښار کې چې کومې افغانۍ اوس سره تبادله کيږي ډيرې زړې دي موږ ورسره په ستونزو کې یو.»

په ورته مهال يو شمير عام خلک هم د زړو افغانیو له کارولو په تنګ شوي او زياتوي چې په دولتي او خصوصي بانکونو کې داسې نوټونه ورکول کيږي چې هيڅ داستفادې وړ نه وي او ان دوهم ځل يې بیرته بانګ هم نه اخلي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي محمدالله په دې اړه وويل:«دغه اوسنۍ پیسې بیخي زړې شوي کله چې بانک ته ورشو داسې زړې پیسې راکړي چې بیرته يې بانک هم نه غواړي.»

داقتصادي چارو کارپوه احمدعلي بیا وایي، افغانستان بانک ته په کار ده چې دبانک نوټونو د ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لار واچوي.

هغه وايي، دولت ته په کار ده چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه ژر ترژره خلکو ته نوي بانک نوټونه په واک کې ورکړي.

د خلکو دغه ستونزې مو د افغانستان بانک له مرکزې ادارې سره شريکې کړې.

د افغانستان بانک وياند حسیب الله نوري وايي، چې دوی هڅې روانې کړي ترڅو په تدريجي ډول په بازارونو کې نوې چاپ شوې پیسې زياتې کړي.

د افغانستان بانک د عالي شورا غړي او د تفتيش د کمېټې ریيس شاه محمد محرابي څو ورځې وړاندي ويلي و، چې تر یوې میاشتې پورې به ۳۸۰ مېلیونه نوي چاپ شوي بانک نوټونه هېواد ته راولیږدول شي چې ورسره به د زړو بانک نوټونو ستونزه حل شي.