د خوست په بازارونو کې د تاریخ تېره توکو په اړه د خلکو اندیښنې

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې خوست هغه ولایت دی چې په زیاته کچه پکې د خوراکي او نورو سوداګریزو توکو پېر او پلور ترسره کیږي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې له وخته تېرو او کم کیفیته خوراکي توکو له ډېروالي خلک اندېښمن شوي دي.

د دغه ولایت د مرکز او ځنیو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په هټیو کې ورباندې تر ډېره له وخته تېر او کم کیفیته توکي پلورل کیږي، چې د استعمال پر مهال یې بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا کړې دي.

د مرکز یو تن اوسېدونکي الف میر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په ډیری هټیو کې د نه څار له امله په خلکو له وخته تېر خوراکي توکي پلورل کیږي.

د هغه په خبره چې دا چاره د ښاروالۍ ریاست د نه پاملرنې له امله دوام لري او د مخنیوي غوښتنه یې کوي. 

هغه وویل: «مونږ په خوست ښار کې د خوراکي توکو له بې کیفیته او هم له تاریخ تېره خوراکي توکو له بېساري ډېروالي تر پوزې راغلي یو، ښاروالۍ هم تر اوسه څومره چې پکار ده هماغسې یې د دا ډول توکو د پلور مخه نه ده نیولې.»

خلک وايي د خوست په ځینو ولسوالیو کې د ښاروالۍ فعالیتونه په نشت حساب دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي نور هم په دې اړه سخت اندېښمن دی، هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د تڼیو ولسوالۍ په بازار کې تر نیمايي سلنه یې نوشابه او نور خوراکي توکي له وخته تېر دي او یا هم په کم کیفیت په خلکو پلورل کیږي.

هغه په دې برخه کې له اړونده مسوولو ادارو غوښتنه وکړه، تر څو د مرکزي ښار سربېره د ولسوالیو له هټيو هم نظارت وکړي.

نوموړی وايي: «دلته د تڼیو ولسوالۍ په بازار کې همدا نن ووځه او له هر ځایه چې نوشابه را اخلې تاریخ یې وګوره نو د نیمايي به یې وخت تېر وي او همدا شان د نورو توکو لکه بیسکویټ یا ځینې نور شیان چې له بهرنیو هیوادونو راځي له میاده به تېر شوي وي. تر اوسه د دغو د کنټرول او مخنیوي لپاره دلته ښاروالۍ او یا نورو ادارو هیڅ هم نه دي کړي.»

د خوست ولایت ځینې اوسېدونکي بیا په دغه ولایت کې د ځینو هغو فابریکو د تړلو غوښتنه هم کوي، چې نوشابه او یا نور توکي په خورا ټیټ او جعلي ډول په یو او بل نوم جوړوي او په هټۍ والو یې تر پلور وروسته هغوی په خلکو په پرچون ډول خرڅوي.

د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو تن زده کړیال سلیم ځدراڼ اطلاعات روز ته وویل، چې په ښار کې یو شمېر فابریکې په ناقانونه ډول فعالیت ترسره کوي او د نړیوالو فابریکو په نومونو توکي جوړوي چې د استعمال وړ نه دي.

ځدراڼ داسې وايي: «زه یو مثال درته وایم په خوست کې یو فابریکه جوړه شوې او له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، خو حکومت لاهم په دې نه دی توانیدلی چې هغه پیدا او مخه یې ونیسي، نو دغه فابریکه د شِفا په نوم جوس جوړوي چې له هغه اصلي کمپنۍ سره یې په بڼه کې هیڅ توپیر نه ترسترګو کیږي خو خوند یې ډېر خراب دی او دې ته ورته نور داسې فابریکې په خوست کې فعاله دي.»

په ورته مهال بیا د خوست ښار ځینې هټۍ وال هم د کم کیفیته او له وخت تېرو توکو پلور مني او وايي، بعضې سوداګر له وخته تېر ډیری خوراکي توکي د لېرې پرتو ولسوالیو په هټۍ والو پلوري.

د خوست ولایت ښار کې د خوراکي توکو یوه هټۍ. انځور اطلاعات روز

په دغه ښار کې د میرویس ولي زوی په نامه یو ۳۵ کلن ځوان وايي، چې له وخت تېرو توکو د پلور له امله په هټۍ والو د خلکو باور کم شوی او ترڅنګ یې دې چارې سوداګرۍ ته هم زیان رسولی دی.

ښاغلی ولي زوی په دې اړه داسې وايي: «بلې شته ځینې دوکانداران چې له وخته تېر خوراکي توکي په خلکو خرڅوي او د ځینو چې مونږ معلومات لرو دا دي چې هغوی یوازې دا لینک د ولسوالیو له دوکاندارانو سره لري، ځکه په ولسوالیو کې زیاتره خلک سواد نه لري او مجبور دي چې دا ډول توکي واخلي.»

بلخوا په خوست ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې دوی د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو د پلور مخینوي لپاره کوټلي ګامونه اخیستي دي.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ماکېټونو د تنظیم مدریت په تېره یوه اونۍ کې له ښار څخه سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېره خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

د خوست ښاروالۍ له لوري ځینې راټول شوي تاریخ تېره خوراکي توکي سوځول شوي دي. انځور: خوست ښاروالۍ

دوی زیاته کړې، چې له تاریخ تېره توکو د پلور په تړاو یې په ښار کې ځینې هټۍ هم تړلې دي او هم مهاله یې هټۍ والو او نورو سوداګرو ته خبرداری ورکړی، تر څو له وخت تېرو توکو له پیر او پلور ډډه وکړي.  

که څه هم د طالبانو حکومت هیواد ته د کم کیفیت موادو د وارداتو برخه کې د هڅو خبر ورکوي، خو لاهم له پاکستان، ایران او ځینو نورو هیوادونو په ناقانونه او ټيټ کیفیت خوراکي توکي، درمل او نور مواد واردیږي.