طالبانو فراه کې یو سړی په عام محضر او د خپلې کابینې د غړو په حضور کې «قصاص» کړ

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په فراه ولایت کې د دغې ډلې د محکمې د پریکړې پر اساس په قتل تورن یو کس په عام محضر کې «قصاص» شو.

د هغه په ​​وينا، دغه کس ته نن (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، قاضي القضات ملا عبدالحکیم حقاني، د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیران مولوي اميرخان متقي، او سراج الدین حقاني، او د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا په ګډون د طالبانو د کابينې د لوړ پوړو چارواکو او غړو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

طالبانو هم له خلکو غوښتي وو، چې د قصاص په یادو مراسمو کې ګډون وکړي.

مجاهد تورن کس د تاجمير په نوم یاد کړی او ويلي یې دي، چې هغه د هرات د انجيل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و.

د مجاهد په وينا، دغه کس یو سړی په چاقو په قتل رسولی و، او د هغه مبایل او موټرسایکل يې له ځانه سره وړي و.

د طالبانو ویاند ویلي، تورن کس له نیول کېدو وروسته «بې له اکراه» څخه د دغې ډلې په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

مجاهد زیاته کړې، د دغه کس د قصاص حکم د طالبانو په درېيو محکمو کې تاييد شوی او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته وړاندې شوی و.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دې ډلې مشر له «علماوو» سره تر خبرو وروسته د قصاص امر صادر کړی دی.

طالبانو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې په عام محضر کې تورن کسان په دُرو وهلي وو، چې له پراخو نیوکو سره مخ شول.