انځور: ارشیف

د ښځو په تړاو د طالبانو د چلند شننه

سيد محمد موسوي، د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ څانګې زدکړيال

لنډيز

په دې څېړنه کې هڅه شوې چې په ټولنيز ډګر کې د ښځو په اړه د طالبانو تفکر او ليد تحليل کړي. دا څېړنه څلور موضوعات لري: لومړی، د طالبانو نسل پېژندنه؛ د دې ډلې په تېر حکومت کې د ښځو وضعيت او په دې دوره کې د ښځو روايتونه. دويم، د دې ډلې په اوسني حکومت کې د ښځو وضعيت. درېيم، د ښځينه خوځښتونو ارزونه او د ښځو له تېرو خوځښتونو سره يې توپير. څلورم، پايله. د دې څېړنې تګلاره کيفي ده او په کتابخانه‌يي طريقې سره شوې ده.

سريزه

طالبان يوه سياسي ډله ده چې د اسلامي شريعت د تنفيذ لپاره راپورته شوې ده. دا ډله هر څه ته د اسلام له اړخه ګوري او اراده يې هم داده چې ټول مسايل اسلامي کړي. مګر د شريعت او دين چې کوم تفسير دوی وړاندې کوي يو سخت، وچ او محدودوونکی چارچوب دی چې عقلي او عرفي اساس نه لري. د طالبانو چلند له پورته څخه د ښکته پر خوا دی، يعنې خپل ځان تر هر شي او هر چا لوړ بولي او نورو ته امر کوي؛ په دې توګه ډيموکراټيک حکومتونه چې د ولسي خلکو په رايه او رضايت سره را منځته شوي وي، د هغو بر خلاف چلند کوي. کوم څه چې دې ډلې ته په نړيواله کچه انعکاس ورکوي هغه د ورځنيو موضوعاتو او پديدو په تړاو د دوی نادر چلند دی. د حکومت، بيان ازادۍ، تعلیم، رسنيو، د اقليتونو د حقونو، د ښځو د حقونو او نورو په اړه د دوی چلند د ننني درک او ډيموکراټيکو حکومتونو د ليد خلاف دی.

د دې ډلې پخوانی حکومت چې له (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) پورې و، د ديني استبداد او له ديني او ټولنيزې کچې د رقيبانو د حذفولو يوه توره دوره وه. له همدې کبله چې کوم څوک د طالبانو نوم اوري نو په ذهن کې يې د دې ډلې جنايتونه او بې عدالتۍ راګرزي. د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په ټولنيزه کچه د ښځو فعاليت او ازادۍ ختمې کړل شوې، د ښځو زدکړييز بنسټونه، تدريس، فرهنګي فعاليتونه او نور چې ښځې پکې بوختې وې، وتړل شول. ښځو له محرم پرته له کوره د راوتلو حق نه درلود. اجباري حجاب هم له سختو محدوديتونو سره پلی کېده او له نه مراعت کوونکو سره جدي او قاطع چلند کېده. «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، دې ډلې له اسلام څخه ډېر افراطي تعبير درلود. ښځې له ټولو سياسي او ټولنيزو حقونو محرومې شوې، د ښځو په وړاندې مکتبونه بند شول او کارکوونکې ښځې له خپلو دندو ليرې کړل شوې. دا مهال، ښځې له خپلو ډېرو طبيعي او لومړنیو انساني حقونو محرومې شوي. د طالبانو حکومت بايد له کومې مبالغې پرته د افغانستان د ښځو هديره بلل شوې وای.» (د صبح کابل خبري اژانس، ۲۰۲۰)

د اوسنۍ څیړنې موخه په افغاني ټولنه کې د ښځو د موقف په اړه د طالبانو فکر څیړل دي. دا څېړنه په څلورو برخو کې ترتیب او ليکل شوې ده. په لومړۍ برخه کې د دې ډلې پر نسل پېژندنې او قوم پېژندنې بحث شوی او له ديوبند او حقاني مدرسو سره يې اړيکه تحليل شوې. دويمه برخه د طالبانو په تېره دوره کې د ښځو د وضعيت تحليل ته ځانګړې شوې چې ښځې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې له کومو محروميتونو او محدوديتونو سره مخ وې. په درېيمه برخه کې د جمهوريت تر سقوط وروسته د ښځو پر وضعيت بحث شوی او دې کليدي پوښتنې ته هم پکې ځواب ويل شوی چې ايا د ښځو په تړاو د طالبانو په ليد کې بدلون راغلی او که نه؟ په وروستۍ برخه کې د دې موضوع پايله بيان شوې. په دې توګه د څېړنې اصلي او مرکزي پوښتنه داده چې ولې طالبان له ښځو سره مخالف او جوړ نه دي؟ او دا فکر له کومه ځايه سرچينه اخلي؟

د طالبانو نسل پېژندنه

د طالبانو د خوځښت تحليل او پېژندنه له دوو موضوعاتو سره ژوره اړيکه لري: لومړی، د پښتون قوم بحث او طالبان. دويم، د «ديوبند او حقاني» مکتب او له طالبانو سره يې اړيکه.

د طالبانو قوم پېژندنه

له شک پرته چې ډیری بلکې ټول طالبان پښتانه دي او دا قوم تل د طالبانو لپاره يو بستر پاتې شوی. مګر دې ته مو بايد پام وي چې ټول پښتانه طالبان نه دي. په طالبانو کې د نورو قومونو شتون يو ډېر ووړ اقليت دی. «د طالبانو خوځښت د پښتنو له دوو ښاخونو غلجي او دراني څخه جوړ شوی. په پښتون مېشتو سيمو کې قومي عنصر مهم دی. د طالبانو مړ شوی رهبر ملا محمد عمر غلجی و. يعنې تر کومه وخته چې ملاعمر ژوندی و، په طالبانو کې “دننه” واک له غلجيانو سره و خو د ده تر مرګ وروسته واک درانيانو اخيستی دی ځکه ملا اختر محمد منصور درانی و. د منصور تر وژل کېدو وروسته بيا هم واک له درانيانو سره پاتې شو خو دا ځل يوه بل ښاخ يعنې نورزيانو ته انتقال شو ځکه د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله نورزی دی.» (موسسه مطالعات راهبردی شرق، ۲۰۱۷)

په دې ځای کې دا پوښتنه کېدلای شي چې ولې طالبان د دې قوم له منځ څخه را پيدا شوي دي؟ د ليکوال په اند، دا مسله د دې قوم فرهنګ او هويت ته ګرځي. «د پښتنې ټولنې فرهنګ او قومي-قبيلوي ځانګړنو د طالبانو د افراطي ډلې په جوړښت او پيدا کولو کې اغېزناک رول درلودلی دی. د قومي-قبيلوي فرهنګ ځانګړنو هم د طالبانو په فکري بڼه او هم د هغوی د ځانګړي فکري نظام په جوړښت کې چې په «طالبانيزم» سره مشهور دی، خپل رول درلودلی دی او له دې سره – سره يې د طالبانو د را پيدا کېدلو په لړ کې افرادو ته انګېزه ورکړې.

ځانګړنې یې لکه: تاوتريخوالی، نه زغم، د بدلون او تغيير په وړاندې مقاومت او ورسره دښمني، هغه څه دي چې طالبانو په خپل عمل کې ښکاره کړي دي، تر هر څه وړاندې د قبيلوي نړۍ کلتوري بڼې دي. له بله اړخه، قومي-قبيلوي فرهنګ، په ځانګړې توګه «پښتون ننګ» د طالبانو د پيدا کېدلو په علتونو کې د مطالعې وړ خبرې کېدلای شي. په پښتون فرهنګ کې ننګ او ناموس له کورنۍ څخه نیولې تر ټولې پښتنې ټولنې پورې رسیږي. په قبيلوي ټولنه کې پر ناموس تېری کول تر ټولو بد غبرګون را پاروي او شونې ده چې سوونه کلونه دوام وکړي.» (ميرعلي او نور، ۲۰۱۸ : ۱۹)

ديوبنديه او حقانيه مدرسې او پر طالباني تفکر يې اغېز

ديوبند هغه مدرسه ده چې لومړی يې د هند په شمال کې بنسټ کېښودل شو او وروسته يې په پاکستان کې نورې څانګې خپرې شوې. د دې مدرسې بنسټ په (۱۸۶۷م / ۱۲۳۶ ش) کې ايښودل شوی دی. د دې مدرسې د جوړولو موخه دا وه چې د لوېديځ د فرهنګ خپرېدلو په وړاندې مبارزه وکړي او حنفي عقايد خپاره کړي. شاه ولي الله دهلوي، شيخ محمد قاسم نانوتوي او شيخ رشيد احمد ګنګوهي د دې مدرسې موسسين او معنوي ملاتړي دي. «شاه ولی الله د نورو مذهبونو په تړاو سخت دريځ درلود او د «زالة الخفا» په نوم کتاب يې د شيعه ګانو پر ضد ليکلی دی. له محمد بن عبد الوهب سره د افکارو د ورته والي له کبله ځيني خلک په دې باور دي چې دوی د خپلې طالبۍ دوره په حجاز کې يو ځای تېره کړې.» (کريمي او نور، ۱۳۹۵ : ۱۵ )

نانوتوي په دې اند و چې د يوناني علومو زده کړه ضروري نه ده، خو په دې باوري و چې زده کوونکي بايد د لوېديځ نوې فلسفه زده کړي. ګنګوهي چې تر نانوتوي وروسته د مدرسې مدير شو، په مدرسه کې د عقلي علومو له زده کړې يې سره مخالفت درلود او د ده په اند دې علومو ته پراختيا ورکول د وخت ضايع کول دي.» (هوشنګي، ۴: ۱۳۹۳)

ديوبند مدرسه په لومړيو کې د حنفي فقهې او ماتريدي کلام د زده کړې يوه ټولګه وه، خو نن دا مدرسه په يو داسې خوځښت او ډيالوګ بدله شوې چې د حنفي اسلام په نړۍ کې بې شمېره لارويان لري. په دې تړاو يې د نننيو لارويانو دريځ دادی چې ديوبند يو مقدس ځای دی او د ولې له پوښتنې پرته يې بايد پيروي وشي.

دارالعلوم «حقانيه» د پاکستان په شمال لوېديځ کې يوه بله مدرسه ده. دا مدرسه تقريبا نيمه پېړۍ وړاندې د «خيبر پختونخوا» ايالت په «اکوړه خټک» ښار کې جوړه شوې. دا مدرسه د ديوبند مدرسې د افکارو تبليغوونکې ده. د دې مدرسې د شهرت دليل د ديني او فقهي بحثونو په خاطر نه دی، بلکې د منځنۍ اسيا په بحثونو او په ځانګړې توګه افغانستان کې د اغېز لرلو او مداخلې له امله مشهوره ده. «حقاني شبکه د يوې سياسي-نظامي ډلې په توګه چې تر ډېره حده په افغانستان کې فعاليت کوي، د دې دارالعلوم يوه له روزل شويو ډلو څخه ده.» (نوبهار، ۱۴۰۰)

دارالعلوم حقانيه د طالبانو د روزنې او پالنې ځای دی او طالبان په دې ځای کې عقيدوي او فکري زده کړې کوي. د دې مدرسې فضا له ورځنيو علومو او د زمانې له اړتياوو تشه ده. دلته چې کوم شي ته تر هر څه وړاندې ډېر پام کېږي، هغه د سلفيت او «سلف صالحينو» ته د رجوع او له نوښت او عقلي علومو سره د ضديت بحث دی.

د دې مدرسې موسېس مولانا سميع الحق دی. دی د طالبانو معنوي پلار ګڼل کېږي او د طالبانو له لومړني رهبر ملاعمر سره يې ښې اړيکې درلودې. سميع الحق طالبان په څرګنده توګه د افغانستان بيا نيولو ته هڅول او د دې ډلې يو پلوي و. ده يو ځای ويلي و: طالبانو ته دې يو کال وخت ورکړل شي، دوی به په دې وخت کې افغانستان خوشاله کړي … د افغانستان ټول خلک به يې خوښ کړي … که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دا ټولې پېښي به په يوه کال کې وشي … تر کومه وخته چې دوی په افغانستان کې وي، نو افغانان به د خپلې ازادۍ مبارزې ته دوام ورکړي … دا د ازادۍ جګړه ده او تر څو چې پردي له افغانستانه ولاړ نه شي، دا جګړه به روانه وي. [۱]

د طالبانو په تېره دوره کې د ښځو وضعيت

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو له راڅرګندېدو او د دغې ډلې د حکومت له جوړېدو سره موږ په افغاني ټولنه کې د ډېرو فاجعو او ناخوالو شاهدان وو. له دې فاجعو څخه يوه فاجعه چې ټول افغانستان يې نيولی و، هغه د ښځو د حقونو او ازاديو مسله وه. دا مهال ښځې له خپلو ډېرو وړو حقونو محرومې وې. له کوره وتل، زده کړې، تدريس، کار کول، د اقتصادي مالکيت حق، ټولنيز او سياسي فعاليتونه او نور … د ښځو د اختيار شيان نه وو، بلکې د دې ډلې د حکومت له خوا ورسره د غلامانو په څېر چلند کېده. د طالبانو دا تفکر او چلند په دين کې اساس نه لري، بلکې له عام او قومي فرهنګ څخه سرچينه اخلي. «دا ډله په دې باور ده چې اسلام ويلي ښځه له کوره د وتلو حق نه لري. هيڅوک حق نه لري چې ښځه وويني او د ښځې غږ هم څوک نشي اورېدلای. د ښځو دنده يوازې دنيا ته د اولادونو راوړل دي، پرته له دې چې کوم حق يا حقونه ولري. وهابيان هم په همدې نظر دي. هغوی هم دا باور لري چې د ښځو په اړه د اسلام نظر همدا دی، په داسې حال کې چې اسلام د ښځو پر حقونو ډېر ټينګار کړی دی، د دوی تعبير له اصلي اسلام څخه ډېر ليرې دی.» (له صديقه حسيني سره د علي خرمي خبرې – اترې، ۱۴۰۰)

د هغه مهال د ښځو ترخې کيسې:  خالده تقريبا يو کلنه وه. د دې د طالبانو لومړنی اسلامي امارت سم نه په يادیږي. دا وايي: «مور به مې راته ويل چې نارينه او ښځې به څرنګه وهل کېدلې. د لاريونونو پر مهال چې کله ما وهل وخوړل، نو هغه وحشت را په ياد شو چې مور به مې راته کيسه کوله. دوی هيڅ نه دي بدل شوي او نه به بدل شي.» نيلام ۱۸ کلنه ده، دا وايي: «تر کومه چې زما په يادیږي نو د افغانستان تاريخ همدا دی؛ جنګ، جنګ، جنګ. غوښتل مې په هيواد کې سولې ته کار وکړم. ما په دوولس کلنۍ کې درس ووايه، خو د طالبانو په رژيم کې نور زموږ لپاره ځای نشته. موږ به ونه شو کولای چې له خپلو زده کړو ګټه واخلو. طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې وزيره، يا وکيله او يا هم ډيپلوماټه شي.« (مورګان، ترجمه محسنیان، ۲۰۲۱)

د غور د يوې اوسيدونکې خاطرات: «زه نه پوهېږم چې ډاکټر ته له تللو سره د طالبانو ستونزه څه وه؟ موږ به تل له ځان سره دا پوښتنه کوله چې که په خپله طالبان، يا يې هم ښځه او ماشوم مريض شي نو څه کوي؟ ايا دوی خپل ناروغان ډاکټر ته نه ور وړي، همداسې يې پرېږدي چې مړه شي؟ کله چې به ښځې ناروغه کېدلې، نو د طالبانو له ويرې مو ډاکټر ته نه شوای وړلای او مجبورې وو چې په کور کې يې يو ډول علاج وکړو. که به مريض ډېر سخت ناروغ و، نو بيا بله چاره نه وه، بايد خطر مو منلی وای او مريض مو تر ډاکټر پورې رسولی وای.« (صبح کابل، ۲۰۱۹)

دا پسې وايي: «زما مور سپين سرې ښځه وه او سخته ناروغه شوه. هر څومره چې د کورنۍ غړو هڅه وکړه چې د ناروغۍ علاج يې په کور کې وکړي، خو ګټه يې ونه کړه. اخر هم مجبوره شوم چې مور مې ځان سره واخلم او د ولسوالۍ مرکز ته ولاړې شو. د ولسوالۍ په مرکز کې يوازې يوه ډاکټر معاينه خانه درلوده، ما غوښتل چې هغه مې مور وګوري او درمل ورته ورکړي. له طالبانو هم وېرېدلو، خو بله لاره نه وه او دعا مو کوله چې پر لار له طالبانو سره مخ نشو. خو له بده مرغه، پر لار د طالبانو د ګزمې له موټر سره مخ شوو چې لېرې را روان و. ما او مور مې له دې وېري چې طالبان راته سزا رانه کړي، ځان د للمي غنمو په پاکولو مصروف کړ.» (تېره حواله)

کېميا وايي، چې په هغه وخت کې يې خور وړه وه، د طالبانو له لوري څو ځله له دې کبله وهل شوې وه چې ولې يې موزې په پښو کړې دي. دا وايي چې د هغه مهال يې ډېرې کيسې په ياد نه دي، خو د کليوالو خلکو کيسې ورته وحشتناکې ښکاري. «کله چې مې پلار تر يونيم کال وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو، نو مور مې هغه پر غږ وپېژاند. پلار مې يوه سترګه له دې کبله بايللې وه چې طالبانو پر سر وهلی و. د طالبانو د حکومت په اخر کې هم زما پلار يو ځل له کوره وتلی و او طالبانو نيولی و چې ږيره يې ولې نه ده غټه او دا ځل يې بله سترګه هم وبايلله.» (د ايسنا راپور، ۱۴۰۰)

د نرګس مور حميده جعفري اوس ۳۷ کلنه ده. دا د طالبانو د وخت کيسه کوي چې زده کړې يې پکې پرېښودې: «زه په اووم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل؛ دا نو د شل کاله مخته کيسه ده. ما نور نه شوای کولای چې مکتب ته ولاړه شم. (زده کړې) به مې تل په ذهن کې وې او ناهيلې کېدم نه. کله چې طالبان نه وو، نو سره له دې چې عمر مې ډېر وو، خو بيا مې هم تر واده وروسته زده کړو ته دوام ورکړ.» (يورونيوز فارس، ۲۰۲۲)

ذاکره حکمت وايي: «اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې زياتې وېرېږي، ځکه د طالبانو د تېر مهال خاطرې ورسره دي. هغه وخت موږ وليدل چې طالبانو د ښځو ګوتې له دې کبله ور پرې کړې چې نوکان يې رنګ کړي وو.» دا وايي چې طالبان ښځو ته د غلامانو په سترګه ګوري.

د طالبانو په اند يوه ښځه نشي کولای چې کار وکړي، نشي کولای خپل نظر بيان کړي. دا بايد په کور کې وي او د کور کارونه وکړي. اغلې حکمت وايي: «زه پر ټولنيزو رسنيو ليکل شوې ليکنې تعقيبوم. يوه نجلۍ چې نور له پوهنتون څخه فارغېدله، ويې ليکل چې ارمانونه يې خاورې شول.» (اسپوتنيک افغانستان، ۲۰۲۱)

د طالبانو په لومړنۍ دوره کې د ښځو د حرکتونو مطالعه

د طالبانو په پنځه کلن (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) حکومت کې ښځې تر بېلابېلو محدوديتونو او ظلمونو لاندې وې. نه يې ټولنيزه ازادي درلوده، نه يې کار کولای شو او نه هم زده کړې؛ خو بيا هم ښځو حوصله ونه بايلله او د سهار د سترګې راختلو ته يې هيلې وې. د طالبانو د لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د ښځو مقاومت او خوځښتونه سازماني شکله او دوامداره نه وو. ښځو د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې په شيندلي او ناهمغږي شکل د طالبانو په وړاندې مقابله کوله، خو نه يې هم تيوريک او نه هم سازماني ملاتړ درلود. د دې وجه هم د افغانستان فرهنګي شرايط وو. هغه مهال د افغانستان ښځې هم دې ذهنيت ته نه وې رسيدلې چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره بايد په سازماني شکل سره مبارزه وکړي او نه هم د هغه وخت فرهنګي شرايطو ښځو ته داسې اجازه ورکوله.

بايد يادونه وکړم چې ما (ليکوال) تر خپله وسه هڅه وکړه چې داسې اسناد او سرچينې پيدا کړم چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پکې د ښځو د مبارزو او خوځښتونو يادونه شوې وي، خو داسې کوم سند او سرچينه مې ونه مونده. په دې ترڅ کې بايد دا هم ووايم چې په افغانستان کې د ښځو د خوځښتونو په تړاو د څېړنې له کمښت سره مخ يو او اړتيا داده چې مسووليت پېژندونکي څېړونکي په دې حوزه کې لاس په کار شي.

وړاندې تر دې چې د ښځو په تړاو د طالبانو د اوسني حکومت چلند ته کتنه وکړو، ښه به دا وي چې لومړی د جمهوريت پر مهال د ښځو وضعيت ته په لنډ ډول کتنه وکړو.

ښځې د ډيموکراټيک حکومت تر سيوري لاندې

د نننۍ ټولنو مطلوب حکومت ډيموکراټيک نظام دی او د اوسنۍ نړۍ سياسي جوړښتونه هم په همدې سره اداره او مديريت کېږي. په ډيموکراټيکو حکومتونو کې د بيان د ازادۍ، د ښاریانو حقوق، د خلکو رضايت، د خلکو رایې، زدکړييز نظام ته کار کېږي او سياستونه هم په داسې ډول مخته وړل کېږي چې همدا شيان پکې وده وکړي. ښځې په داسې ټولنو کې تقريبا ايډيال حقونه او ازادۍ لري او د دولت سياستونه هم هڅه کوي چې وده ورکړي.

د امريکا په راتګ او په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د دويمې دورې [۲] په را منځته کېدو سره ښځو نسبتا مطلوب او ښه وضعيت درلود؛ زده کړييزو مرکزونو ته تګ، تدريس، کار، ټولنيز او فرهنګي فعاليتونه او … داسې فضا او ځايونه و چې ښځې هلته مصروفې او بوختې وې. د افغانستان د جمهوري رياست په حکومت کې ښځو په هره برخه کې ونډه درلوده، له دوی سره جوړښتيز تبعيض نه کېده بلکې داسې پروژې او سرچينې وې چې د دوی د پرمختګ لپاره کارول کېدلې. لکه: «د ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروژه». دا پروژه د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له لوري وشوه، يو ملي پروګرام و، په لومړيو کې يې هڅه دا وه چې کليوالې ښځې د خپلمنځي مرستې په ډلو کې سره منظمې شي، وروسته يې مالي خدماتو ته لاسرسی پيدا کاوه او وړې سوداګرۍ يې شروع کولې. دا پروژه په ۷۶ ولسواليو او پنځو زرو کليو کې د ټول هيواد په سطح عملي شوه او د افغانستان د ښځو لپاره يې ډېري ښې پايلې درلودې.

د ښځو د ملاتړ لپاره د امريکا او افغانستان دولتونو په وسيله يوه بله پروژه هم پلې شوه چې ۲۱۶ ميليون ډالر لګښت يې درلود. دا د افغان ښځو د پياوړتيا لپاره يوه ستره پروژه وه چې پر څلورو برخو لکه د ښځو اقتصادي پياوړتيا، د ښځو رهبري او سياسي ونډه، د مدني بنسټونو پياوړي کول او د ښځو د ظرفيت پر لوړولو يې تمرکز درلود او د پنځو کلونو په موده کې عملي شوه. (د جمهور خبري اژانس راپور، ۱۳۹۳)

د افغانستان په نوي اساسي قانون کې د نارينه او ښځې د برابرۍ اصل تر ۲۰۰۱ کال وروسته د ښځو د کار په برخه کې ډېره مرسته وکړه. په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان انتقالي حکومت د ښځو چارو وزارت ته ځانګړي ۱۰ ميليونه ډالر ورکړل چې په ټولنه کې د ښځو مقام پياوړی کړي او په خاص ډول ښځو ته کار پيدا کړي. دا مهال ښځې د کار له اړخه د طالبانو تر دورې په ښه حالت کې وې. ښځو پارلمان ته لار پيدا کړه او په زده کړه کې يې هم ګډون ۳۳ سلنه وه. د ښځينه قاضيانو شمېر هم ۲۴۰ وو.

د طالبانو تر سقوط وروسته د نوي اساسي قانون پر اساس ښځو د انتخابولو او انتخابېدلو حق وموند او په دې توګه په اساسي قانون او د انتخاباتو په قانون کې دا وضاحت هم وشو چې د هر ولايت د ټولو کانديدانو په منځ کې بايد دوې ښځې پارلمان ته بريالۍ شي. په دې توګه د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه حد اقل ۶۸ ښځو وکولای شول چې ولسي جرګې ته لار پيدا کړي او ۲۳ ښځو مشرانو جرګې ته لار ومونده.

د روغتيا په اړه د ۲۰۰۳ کال د اساسي قانون په ۵۲ ماده کې د ټولو خلکو لپاره روغتيايي خدمات د نوي دولت لومړيتوب ګڼل شوی و. د دې قانون پر اساس بايد دولت د درملنې په موخه وړيا امکانات خلکو ته چمتو کړي وای. په دې توګه ليدل کېږي چې د روغتيا په برخه کې جنسيتي توپير نه و او هيڅ داسې قانوني خنډ نه و چې روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د ښځو د ورتګ مخنيوی وکړي. د نويو زېږېدلو ماشومانو او میندو د روغتيا په برخه کې پرمختګ او د زېږون پر وخت مړينه کې کمښت لوی پرمختګونه وو.

همدا راز په ټولنه کې د ښځو حضور او د چادري اغوستلو نه جبري کېدل، د طالبانو د وخت په پرتله د ښځو رواني حالت را ښه کړ. په ۲۰۰۹ کال کې پر ښځو د تاوتريخوالي د منع قانون تصويب شو. دا موضوع د افغانستان د اساسي قانون په ۲۴ او ۵۴ مادو کې ياده شوې وه. دې قانون پر ښځو تاوتريخوالی مشخص کړی و او ډېری بېلګي يې يادې کړې وې او ويلي یې و: «تاوتريخوالی جرم دی. هيڅوک حق نه لري چې په مېشتځای، دولتي يا غير دولتي اداره، موسېساتو، عمومي ځايونو، نقليه وسايلو يا هم بل هر ځای کې تاوتريخوالی وکړي. که يې وکړي، د دې قانون له لارښوونو سره سم به مجازات کېږي.» (قديري، ۱۳۹۸: ۳)

د ښځو په اړه د طالبانو اوسنی چلند

د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر راتګ وروسته، د افغانستان په ټولنه کې ژور تغييرات راغلل. سياسي جوړښتونه، زدکړييز بنسټونه، فرهنګي مرکزونه او نور په طالباني چلند سره اداره کېږي. د دې مقالې په پېل کې يادونه وشوه چې دا ډله د ټولو شيانو د اسلامي کولو هوډ لري. خو د اسلام چې کوم تعريف او تعبير دا ډله وړاندې کوي، هغه ډېر سخت او ځيږ دی. يو شی چې ټول طالبان پرې متفق دي هغه د ښځو د فعاليت، ازادۍ او رول بحث دی.

د طالبانو په راتګ او په افغانستان کې د اسلامي امارت د نظام په جوړېدلو سره په مياشتو زدکړييز مرکزونه وتړل شول او هيڅ معلومه نه وه چې دا ډله په دې تړاو کومه پاليسي لري. خو تر ډېر وخت وروسته چې کله دا مرکزونه بيرته پرانيستل شول، نو د زده کوونکو او په خاص ډول د ښځينه قشر هيلې په مايوسۍ بدلې شوې. طالبانو د ډيموکراټيک حکومت په څېر د ښځو لپاره فضا پرانيستې پرېنښوده او د ښځو لپاره يې مشخص چارچوب وټاکه. کوم چارچوب چې دې ډلې د ښځو لپاره په نظر کې نيولی محدودوونکی او د ښځو د پرمختګ مخنيوونکی دی. نور ښځې په لوړو دولتي دندو کې نشته، تر شپږم پورته ټولګي د نجونو لپاره بند دي او پوهنتونونو هم د ښځو په وړاندې همدا پاليسي درلوده.

طالبان د ښځو په وړاندې محدودوونکي قوانين عملي کوي. اجباري حجاب او د حجاب د ډول تعيين، د مخ پټول، له کوره دباندې د محرم درلودل، له درسه محروميت، له ځينو دندو محروميت او نور هغه بنديزونه او ننګونې دي چې د ښځو په وړاندې عملي شوي. د طالبانو د رهبر په فرمان کې راغلي دي: «بهترين حجاب د چادرۍ اغوستل دي، که څوک حجاب عملي نه کړي نو مناسب مجازات ورکول کېږي.» (خبرګزاری تسنیم، ۱۴۰۱)

د ښځو په اړه د طالبانو د رهبر شپږ مادييز فرمان اندېښنه پاروونکی دی. دا فرمان د اسلامي امارت تر را منځته کېدلو يو څه وخت وروسته صادر شو او د ښځو او ټولنيزو فعاليتونو سخت غبرګون يې را وپاراوه. طالبانو په لومړيو کې ښځو ته مثبتې ژمنې ورکړې، خو د ښځو په تړاو تر دې فرمان وروسته د طالبانو په اړه ليد بيخي بدل شو. په دې فرمان کې چې څه راغلي وو د هغو عملي کول د نننيو ټولنو د اړتياوو خلاف دي.

د دې فرمان مواد د ښځو د سنتي حقونو او فعاليتونو په تړاو وو. د واده پر مهال رضايت، ميراث، د مېړه تر مرګ وروسته د ښځې مسووليت او مهر د دې فرمان مادې وې. کوم څه چې دا فرمان جنجالي کړ، هغه په خپله د فرمان موضوعات وو. د دې فرمان په هيڅ برخه کې هم د ښځو زده کړو او د هغوی ټولنيزو بوختياوو ته اشاره نه وه شوې او له همدې کبله يې زيات غبرګونونه را وپارول. په کومه نړۍ کې چې موږ ژوند کوو په هغې کې د علم زده کړه، کار او ټولنيز فعاليتونه لازمي دي او که په ټولنه کې دې شيانو ته پام ونشي، نو په لومړي سر کې دا ټولنه پر شاتګ کوي او په دويم ګام کې ښځې چې د ټولنې لويه برخه جوړوي، له يوه مبهم او تياره برخليک سره مخ کېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ښځې بايد په کورونو کې پاتې شي او که اړتيا وه چې دباندې ووزي نو بايد له محرم سره يو ځای راووځي. ده وويل چې حج هم چې داسلام يوه فريضه ده، ښځه يې له محرم پرته نشي کولای. له دې سره – سره، هغه ښځې چې د زده کړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته په سکالرشيپ ځي، هم بايد محرم ولري. (خبرګزاری شاهد، ۲۰۲۲)

د افغانستان ښځې د طالبانو په حکومت کې خپل حالت بد او ناراحت کوونکی ګڼي. له دې ښځو څخه يوه هم کېميا ده، دا ۲۵ کال عمر لري او په کابل کې اوسي او يو بريالی ټولنيز ژوند يې درلود، خو د خپل ژوند د خونديتوب په خاطر يې د ژوند له نورو جزياتو تېرېږو. دا خپلې خبرې د ښځو، فعالو افرادو او د دې ډلې د مخالفو خلکو د نيولو لپاره د طالبانو له کور په پلټڼې څخه پېلوي خو وايي چې تر اوسه په دې اړه باوري معلومات نشته. «د ځينو فعالانو د نيول کېدو خبرونه خپاره شوي دي او ډاډمنه يم چې کور په کور پلتنه هم پېلېږي.» (ايسنا، ۱۴۰۰)

په ځينو ولايتونو لکه تخار، کندوز او بدخشان کې ښځې ترخې کيسې لري. په بدخشان کې نجونې تښتول شوې دي او برخليک يې معلوم  نه دی. طالبانو په تخار کې درې ښځې په عام محضر کې یوازې د دې جرم له کبله سنګسار کړې چې چادري يې نه وه اغوستې. دا يوه ډېره له وحشته ډکه کيسه ده. ښځې په دې جرم چې محرم نه لري نيول شوي او شکنجه  شوې دي او برخليک يې هيڅ معلوم نه دی. له هراته هم بېلابېلي وحشتناکه کيسې را رسېږي او نجونې کوښښ کوي چې په هره شونې لار ځان وژغوري. (تېره حواله)

دا او داسې په لسګونو نورې کيسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعيت بيانوي. دې ډلې ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې په ټولو کارونو کې برخه واخلي. د طالبانو د نظر پر اساس اصل او لومړيتوب دادی چې ښځې په کورونو کې پاتې شي، مګر که يو کار نارينه ونه شي کولای. مورولي، د مېړه خدمت، د کور کارونه، نجونو ته درس ويل او اخر هم د جامو ګنډل هغه کارونه دي چې طالبانو د ښځو لپاره مناسب ګڼلي دي. (خبرګزاری فارس، ۲۰۲۱)

د طالبانو په اوسني حکومت کې د ښځو خوځښت

د طالبانو د لومړۍ دورې بر خلاف چې د ښځو مبارزه کوونکي خوځښتونه په سازماني شکل نه وو، خو د دوی په دې دوره کې د ښځو خوځښتونه او مقاومت په سازماني او همغږي شکل دي. فوزيه کوفي، حبيبه سرابي، ناهيد فريد، حسنا جليل، ترنم سعيدي، تمنا زرياب، هدا خموش، بتول حيدري او په لسګونو نورې هغه فعالې ښځې دي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د غوښتنې لپاره کلک هوډ لري. دوی د خپل قلم او ژبې له لارې د ښځو په تړاو د طالبانو د ناسم چلند په وړاندې چوپې پاتې نشوې. د ښځو دوامدار او ډلييز لاريونونه د همدې قاطعيت څرګندونه کوي. که څه هم طالبانو د ښځو د لاريونونو په تړاو سولييز او مدني غبرګون نه درلود، خو بیا هم ښځې نه دي پر شا شوې او لا هم په دې برخه کې فعالې دي.

يو بل شی چې د ښځو دا خوځښت له تېرو خوځښتونو څخه بېلوي هغه د ښځو زياته ونډه ده. د طالبانو په راتګ او د محدوديتونو تر وضع کولو وروسته ښځو تقريبا په ټولو ولايتونو کې په ګډه مبارزه او مقابله وکړه. سره له دې چې طالبان له بېلابېلو پرګنو سره سم او نرم چلند نه کوي، خو بيا هم د نارينه و له خوا کم مقاومت شوی دی او تر خپل منځ همغږي هم نه لري.

د طالبانو د محدودو تګلارو پر ضد د ښځو د یوه لاریون عکس: انځور: ټولنیزې رسنۍ

پايله

طالبان يوه سياسي ډله ده چې له فساد سره د مبارزې او د اسلامي شريعت د پلي کولو په شعار سره را پورته شوي ده. له اسلام څخه د دې ډلې تعبير ډېر توندلاری او راډيکال دی. طالبان پر افغانستان د پنځه کلنې واکمنۍ تجربه لري او په دې دوره کې ډېر جرمونه او جنايتونه وشول او خلک هم له دې وخته ښه خاطره نه لري. له همدې کبله چې کله دا ډله دويم ځل راغله نو ډېری خلکو کډوالۍ ته مخه کړه.

د طالبانو تفکر د نننۍ نړۍ له ډېرو پديدو او مسايلو سره همغږي نه لري. د دوی اراده داده چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د سلف صالحينو وخت ته د «طب النعل بالنعل» په تګلاره سره بيرته ور وګرزي. په دې لړ کې لږ تېروتنه هم د دوی له خوا تنبيه او مجازات لري او خپل چلند يې هم له پورته څخه د ښکتې پر خوا دی «امر و نهی» په بڼه دی. له ښځو سره د طالبانو چلند هم د دې ډلې په تېر حکومت او هم په اوسني حکومت کې تاوتريخجن، محدودوونکی، توندلاری او ناسالم دی. د افغانستان ښځې په خپل ټول وجود سره له دې ډلې نفرت کوي او داسې ډېرو بېلګو ته په دې څېړنه کې اشاره وشوه.

د طالبانو د فکر يوه ريښه د ديوبند او حقانې په مدرسو کې ده او بله ريښه يې قومي ده. ديوبنديه او حقانيه مدرسې او د ديني افراط ځالې دي او بنسټ پالې ډلې همدلته روزل کېږي. د پښتنو قومي فرهنګ: دښمني، نه زغم، ننګ او ناموس او که يې په يوه کلمه کې خلاصه کړو پښتونولۍ په ټولیزه توګه د طالبانو فکر ته يو شکل ورکړی دی. له دين څخه تحريف شوی برداشت او په ديني نظام کې د ښځې د مقام سم نه درک کول د دې ډلې د فکر يوه بله ريښه ده. تر کومه وخته چې دا ډله په پاکستان او عربستان کې زده کړې کوي او د هغوی زدکړييز مواد مطالعه کوي، د دوی انحرافي او افراطي تفکر به همداسې پاتې وي او نه به يې هم له ښځو سره چلند تغيير وکړي.

سرچينې:

۱) ابوطالبی و شکوری، (۲۰۱۸)، نقش مدارس مذهبی دیوبندیه در شکل‌گیری افراط‌گرایی دینی (مطالعه موردی؛ مبانی فکری جنبش طالبان)، مطالعات روابط فرهنگی بین‌الملل ۸(۴), ۱۱۱-۱۳۲٫

۲) انصاری، خواجه بشیراحمد، (۱۳۹۱)، مذهب طالبان.

۳) کریمی، مازیار حاجی خادمی، (۲۰۱۶)، تبارشناسی جریان‌های تکفیری: بررسی موردی جنبش طالبان در افغانستان. مطالعات بیداری اسلامی۵(۹), ۹-۴۴.

۴) مژده، وحید، (۱۳۸۲)، افغانستان و پنج سال سلطه‌ طالبان.

۵) میرعلی، م و. محسنی، م. (۲۰۱۸)، ویژگی‌های قوم پشتون و تأثیر آن بر شکل‌گیری طالبان، مطالعات تاریخی جهان اسلام ۶(۱۱), ۱۸۱-۲۰۲٫

۶) هوشنگی، لیلا، (۲۰۱۲)، مدارس دیوبندیه نظام آموزشی و پیامدهای اجتماعی-فرهنگی، پژوهشنامه تاریخ تمدن اسلامی ۴۵(۲), ۱۱۷-۱۳۳٫

۷) بونا، مورگان و ماریان، (۲۰۲۱)، افغانستان: آشفتگی بزرگ زنان در رژیم جدید طالبان، ترجمه: سیده هاجر محسنیان.

۸) ترگان، ساره، (۲۰۱۹)، خپلې ښځې مو د طالبانو له وېري ډاکټر ته نه وړې، د خبر لينک:

يورو نيوز فارس (۲۰۲۲)، د نرګس او حميدې د ژوند داستان: مور او لور چې د طالبانو د زدکړييزو محدوديتونو بنديوانې شوې. د خبر لينک:

https://per.euronews.com/2022/04/05/life-of-hamide-and-narges-under-taliban-anti-female-education-policies

اسپوتينک افغانستان (۲۰۲۱)، د طالبانو له لومړۍ دورې واکمنۍ څخه د يوې افغانې نجلۍ ترخې خاطرې. د خبر لينک:

https://af.sputniknews.com/20210818/%D8%AE%D8%A7%D8%B7%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D8%AA%D9%84%D8%AE-%DB%8C%DA%A9-%D8%AF%D8%AE%D8%AA%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D8%B2-%D8%AF%D9%88%D8%B1%D9%87-%D8%A7%D9%88%D9%84-%D8%AD%D8%A7%DA%A9%D9%85%DB%8C%D8%AA-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-7122513.html

قديري، آرين پور، (۱۳۹۸)، له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه په افغانستان کې د ښځو د وضعيت ارزونه.

خبرګزاری تسنیم (۱۴۰۱)، په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو نوی فرمان. د مطلب لينک:

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/02/17/2706559/%D9%81%D8%B1%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AC%D8%AF%DB%8C%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%AD%D8%AC%D8%A7%D8%A8-%D8%B2%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86

خبرګزاری شاهد (۲۰۲۲)، د مطلب لينک:

https://shahed.news/2022/02/news-afg-23546/

۱۴) ايسنا خبري اژانس (۲۰۲۲)، د افغانستان د نننيو ورځو په تړاو د درې افغان ښځو کيسه، د خبر لينک:

https://www.isna.ir/news/1400053020914/%D8%B1%D9%88%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%B3%D9%87-%D8%B2%D9%86-%D8%A7%D8%B2-%D9%88%D8%B6%D8%B9%DB%8C%D8%AA-%D8%A7%DB%8C%D9%86-%D8%B1%D9%88%D8%B2%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86

– فارس خبري اژانس (۲۰۲۱)، ښځې دې په کور کې پاتې شي، د مطلب لينک: – د صبح کابل راپور (۲۰۲۰)، د مطلب لينک:

https://www.farsnews.ir/news/14000629000011/%D8%B4%D9%87%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%B2%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%AE%D8%A7%D9%86%D9%87-%D8%A8%D9%85%D8%A7%D9%86%D9%86%D8%AF

۱. خبرگزاری صبح کابل (۲۰۲۰)، مطلب د لاسرسي لینګ:

۱. مؤسسه مطالعات راهبردی شرق، (۲۰۱۷)، د مطلب لینک ته لاسرسی:

https://www.iess.ir/fa/analysis/1033/

۱. خبرگزاری صبح کابل، (۲۰۱۹).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] .https://news.yahoo.com/pakistani-father-taliban-keeps-watch-over-loyal-disciples-084932017.html

[۲] . څیړونکي او لیکوالان د ظاهر شاه دوره د ډیموکراسۍ لومړۍ لسیزه او افغانستان ته د امریکا ننوتل د ډیموکراسۍ دوهمه لسیزه بولي.