د خوست په هوايي ډګر داخلي او خارجي الوتنې کمې شوي

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د خوست ولایت په هوايي ډګر کې د داخلي او خارجي الوتنو کچه د پام وړ راکمه شوې ده.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو په لومړیو کې ورسره ژمنه کړې وه، چې د داخلي پروازونو ترڅنګ به له عربي متحده امارتو او ځینو نورو هیوادونو په کېدونکو پروازونو کې زیاتوالی راولي، خو په وینا یې چې برعکس دغه پروازونو کې په بېساري ډول کموالی راغلی دی.

د خوست ولایت د مرکز یوه اوسېدونکي نور ولي افغان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د هوايي ډګر له پرانیستلو وروسته په تېر جمهوري نظام کې په دغه هوايي میدان داخلي او خارجي پروازونه خورا زیات و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه غوښتنه وکړه، چې خوست سوداګریز ولایت دی او که بهر ته د هوايي پروازونو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي نو په ډېرې اسانۍ سره به له دغه ولایت څخه ملي سوداګر وچه او تازه میوه انتقال او په اقتصاد به د پام وړ مثبته اغېز وکړي.

ولي همدا راز له خوست ښاره تر هوايي میدان پورې د سړک خرابولی هم لویه ستونزه بولي او د جوړېدو غوښتنه یې کوي.

خوستیان وایي،د جمهوریت پرمهال د خوست هوایي ډګر باندې ډیر پروازونه کیدل خو زیاتوي چې دا مهال دغه پروازونو په نشت حساب دی.

نوموړی وايي: «په افغانستان کې له کابل، کندهار او مزار شریف وروسته د خوست هوايي میدان په ډېر ښه شکل جوړ شوی او د جمهوریت په وخت کې پروازونه ډېر و، خو کله چې طالبان راغلل اوس ډېر کم پروازونه ترسره کیږي او زمونږ غوښتنه له مسوولو چارواکو دا ده چې دوی باید اسانتیاوې برابرې کړي تر څو له نورو هیوادونو سره زمونږ تجارت زیات شي.»

ورته مهال بیا د خوست ولایت یو بل اوسېدونکی میر زمان چې اوس مهال په عربي متحده امارتو کې کاروبار لري، اطلاعات روز سره په خبرو کې یې د خوست هوايي ډګر د افغان سوداګرو لپاره مهم وباله او ویې ویل، ډیری خوستیان په دوبۍ کې کاروبار لري، خو نوموړی زیاتوي چې په لومړیو کې هیله مند و، تر څو له دوبۍ او نورو ځایونو د خوست اوسېدونکي په ډېرې اسانۍ تګ راتګ وکړي خو اوس په دې برخه کې شته ستونزې د اندېښمنې وړ بولي.

هغه وايي له خوست څخه کابل ته په موټرو کې تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو که د خوست او امارتو ترمنځ هوايي پروازونه ډېر شي، نو د افغان مساپرو او سوداګرو په مخ کې به شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

میرزمان وویل: «جمهوریت کې مونږ څو ځله له دوبۍ څخه پرواز وکړ او په خوست کې ښکته شوو، چې دا زمونږ لپاره د خوښۍ ترڅنګ ډېره اسانه لاره وه، خو اوس بیا دغه پروازونه راکم شوي، بلکې دومره به ووایم چې په نشت حساب دي، نو ورسره زمونږ ستونزې هم ډېرې شوې دي.»

په سویل ختیځ زون کې ملي سوداګر د خوست هوايي میدان په سوداګرۍ برخه کې مهم بولي او وايي که له دې ځایه چین، متحده عربي امارتو، سعودي، ایران او هندوستان ته هوايي پروازونه پېل شي، نو د هیواد په اقتصاد به مثبته اغېز وکړي.

په خوست ولایت کې د جلغوزیو ملي سوداګر حاجي بشرمل اطلاعات روز ته وویل، چې د یادو هیوادونو ته د هوايي سفرونو کموالي له امله ځینو سوداګرو پاکستان ته د جلغوزیو په قاچاق کې زیاتوالی راوستلی دی.

دنوموړی وايي: «مونږ دلته په خوست کې د جلغوزیو کاروبار لرو او په تېر کې به مونږ خپل جلغوزي چین او نورو هیوادونو ته استول خو اوس چې هوايي پروازونه کم شوي نو ځینو سوداګرو په قاچاقي لارو د جلغوزیو صارات پاکستان ته زیات کړي او هماغه هیواد یې بیا په خپل نوم چین او نورو هیوادونو ته استوي، نو که دغه میدان فعال شي زمونږ کاروبار به هم پرمختګ وکړي.»

سوداګر وایي، که د خوست له هوایي ډګر څخه چین او یو شمیر نورو هیوادونو ته دجلغوزیو صادرات پېل شي نو پاکستان ته به یې د قاچاق مخه ونیول شي.

دغه ډګر ته د پروازونو کموالي موضوع مو په خوست ولایت کې د طالبانو له ولایتي مسوولینو سره هم شریکه کړه، د دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني اطلاعات روز سره په خبرو کې د پروازونو کموالی بې بنسټه ادعا ګڼي او وايي په تېره اونۍ کې هم له متحده عربي امارتو یو پرواز ترسره شو.

هغه دغه میدان ته د لارې خرابوالي ستونزه پر ځای وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې نږدې وخت کې به له خوست ښآره تر هوايي میدان غځېدلی سړک ورغول شي.

نوموړي وویل: «دا مونږ په کلکه ردو، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پروازونه نه دي ترسره شوي ځکه په تېره اونۍ کې مونږ له عربي امارتو د یو پرواز شاهد و او همداسې له نورو ځایونو، بله مسله د سړک ده په دې برخه کې هم هڅې پیل شوي او دغه میدان ته د سړک پر مسیر ځینې پُلونه جوړ شوي او د سړک لپاره هم پلان چمتو شوی دی.»

په هیواد کې دا مهال ۶۴ لوی او کوچني هوايي ډګرونه شتون لري چې یوازې له پنځو نړیوالې الوتنې ترسره کیږي.

په خوست ولایت کې د خوست نړیوال هوايي ډګر له پلازمینې کابل، هرات، کندهار او مزارشریف وروسته د هیواد په کچه په پنځم مقام جوړ شوی دی چې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري پرې ۹۹۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.