اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنيتي مسوولين د پلامینې په ۱۲مه ناحیه کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده د وژل کېدو پخلی کوي.
کابل کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، چې نبيزاده له خپل يوه ساتونکي سره د کابل په دولسمه ناحيه کې د نامعلومو وسله والو له لوري په خپل کور کې وژل شوې ده.
د ځدراڼ په وينا، په دې بريد کې د نبيزاده يو ورور ژوبل شوی هم دی.
نموړي د بريد د انګيزې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چې طالبان د دې قضيې په اړه پلټنه کوي.
خپلواکو سرچينو او د نبيزاده خپلوانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.