ایران: د طالبانو له لوري له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول د اسلام له لارښوونو سره ټکر کې دي

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په افغانستان کې د طالبانو له لوري له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول د اسلام له «لارښوونو» سره په ټکر کې بللي دي.

نموړي دا څرګندونې نن (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې) د اقتصادي همکارۍ د سازمان (اکو) د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

عبداللهيان په دې غونډه کې ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي.

ده ويلي: «له شک پرته، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت نه يوازې دا چې د مرستې رسونې له چارو او د هيواد له بيا رغونې سره مرسته کوي، ورسره د سيمې لپاره له تروريستي فعاليتونو، کډوالو او مخدره موادو له قاچاق څخه را پيدا کېدونکي ګواښونه هم کموي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، چې هيواد يې «پر افغانستان د حاکمې ډلې اقدام چې ښځې او نجونې يې له زده کړو محرومې کړې دي، د اسلام له رحماني دين سره په ټکر کې ګڼي او خپله ژوره اندېښنه اعلانوي.»

تر دې وړاندې هم ډیری هيوادونو د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو له سياستونو سره مخالفت ښودلی دی.

له دې مخالفتونو سره – سره، طالبان تر اوسه له خپل دريځ څخه نه دي پر شا شوي او په ورته وخت کې له خپلو اقداماتو دفاع هم کوي.